پاکستان د طاهر داوړ کورنۍ ته ٥ میلیونه ډالر ورکوي

د پاکستان حکومت اعلان کړیدی چې د وژل شوي پښتون پولیس افسر طاهر داوړ کورنۍ سره د پنځو ملیونو ډالرو مرسته کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د طاهر داوړ د کورنۍ سره به مرسته کوي او یو کس ته به کار هم پیدا کوي.

د پاکستان د حکومت د دغه اعلان نه مخکې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت هم د هغه د کورنۍ سره د څلورو میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړیدی.

داسې ویل کیږي چې د طاهر داوړ کورنۍ ته به ټولې ١١ میلیونه ډالرې ورکول کیږي.

د پښتون تحفظ تحریک مشر سید عالم محسود امریکاغږ اردو څانگې ته ویلي دي چې د طاهر داوړ د خون په بدل کې دغه پیسې ارزښت نه لري.

هغه وویل چې پښتون تحریک اوس هم د طاهر داوړ د قتل په اړه خپله غوښتنه تکراروي چې یو نړیوال کمیسیون دې د هغه د قتل تحقیقات وکړي.

د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د قتل د تحقیقاتو لپاره یو پارلماني کمیسیون ټاکلی دی.

طاهر داوړ د اکتوبر په ٢٦ په اسلام اباد کې برمته شوی وو او دوه اونۍ وروسته یې مړی د دیورند کرښې ته نږدې د ننگرهار ولایت په مربوطاتو کې وموندل شو.