پاکستان وایي د امریکا سره اړېکې سمول غواړي

د دې برسیره چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي د صدراعظم عمران خان او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په ټیلیفوني خبرو کې په پاکستان کې د وسله والو ډلو په هکله خبرې ندي کړي، پاکستان غواړي د امریکا سره یې اړیکې ښې شي.

ښاغلي قریشي د پاکستان پارلمان ته په وینا کې وویل چې "غلطیانې کیږي او دا نوې خبره نده. مونږ چې د خان او پمپیو د ټلفوني خبرو په اړه څه ویلي دي، هغه ریښتیا دي. پکار ده چې مونږ اوس پرمختگ وکړو. مایک پمپیو د سپتمبر په ٥ پاکستان ته راځي او مونږ پکار ده چې د امریکا سره د اړیکو سمولو لپاره نوي او ښه لاره وټاکو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې ښاغلي پمپیو د عمران نه غوښتي دي چې د ټولو هغو تروریستانو په خلاف دې اقدام وکړي چې د پاکستان په خاورې کې فعالیت کوي.

تمه کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د بلې میاشتې په پنځمې نیټې اسلام آباد ته ولاړ شي. پاکستان وایي کوښښ به وکړي چې پدې سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ خړې پړې اړیکې ورغوي.

د پاکستان د نوي حکومت سره د امریکا د بهرنو چارو د وزیر د ټلفوني خبرو په سر د پورته شوې بحثونو باجود پاکستان او امریکا دواړو ویلي د اړیکو سمولو لپاره به اقدامات کوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه سخت دریځ خپل کړیدی او په پاکستان یې فشار اچولی چې په خپل مل کې د میشتو ترهگرو ضد اقدامات وکړي.