د پاکستان سفیر: د هند او پاکستان کړکیچ په افغان سولې اثر کوي

د پاکستان سفیر زاهد نصرالله

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي چې که هند د کشمیر د پیښې په اړوند د پاکستان پر ضد له تاوتریخوالي کار واخلي د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو به اثر وکړي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نوامبر د ١۴ د مرگوني برید مسولیت په پاکستان کې میشت د جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی دی. پدې برید کې څه دپاسه ۴٠ تنه هندي سرتیري ووژل شول.

دغې پیښې یو ځل بیا د دوو سیالو اټومي طاقت لرونکو گاونډیانو پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ ته لمن وهلې ده.

افغان او امریکایي مقاماتو پر طالبانو د پاکستان نفوذ ته په اشارې تل ټینگار کړی دی چې اسلام آباد د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي نصرالله پداسې حال کې د هند د غچ اخیستنې په صورت کې د افغانستان د سولې د بهیر د ځنډیدو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ٢٥ په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم نن سې شنبې (فبرورۍ ١٩) له هند څخه وغوښتل چې د کشمیر د ځانمرګي بريد په اړه پراخې پلټنې وکړي. هغه خبرداری ورکړ که چېرې هند پر پاکستان بريد وکړي، سمدستي به ځواب ورکړي.

ښاغلي خان وویل د کشمیر مسئله بايد د خبرو د لارې هواره شي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د پاکستان او هند ترمنځ د رامنځته شویو اندېښنو په هواري کې مرسته وکړي.