پاکستان بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان د اقتصادي‌ سقوط درشل کې دی

د پاکستان په غونډه کې د امریکا، روسیې او چین استازو هم ګډون کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن پنچشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) په اسلام اباد کې د «ترویکا پلس» په غونډه کې خبرداری ورکړ چې افغانستان د اقتصادي‌ سقوط په درشل کې دی.

هغه نړیواله ټولنه وهڅوله چې له افغانستان سره باید بشري او مالي مرستې بیا پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې د «ترویکا پلس» په غونډه کې د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ تر څنګ، د چین او روسیې استازو هم ګډون کړی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې تېره ورځ اسلام اباد ته رسېدلی، په دې غونډه کې نه و خو ویل کیږي چې وروسته به د غونډې ګډونوالو سره ملاقات کوي.

ښاغلي قریشي وویل: «نن افغانستان د اقتصادي سقوط په غاړه ولاړ دی،» او نور تنزل به د طالبانو د نوي حکومت وړتیا «جدي محدود» کړي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په بېړنۍ توګه له افغانستان سره د بشري مرستو د برابرولو تر څنګ، د افغانستان ګنګل شوې پېسې هم باید پرېښودل شي.

د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته امریکا ګنګل کړي ‌دي.

تر دې دمه د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس وست د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

هغه څو ورځې مخکې اروپا ته ولاړ چې له خپلو متحدینو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو د زیاتوالي او القاعده ډلې د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي‌ دي چې له افغانستان سره د بېړنیو بشري او مالي مرستو ګټه به لویدیځ ته هم رسي.

هغه لویدیځو هېوادونو ته د خبرداری په ډول وویل: «که تاسو فکر کوئ چې تاسو لېرې یاست، اروپا خوندې ده او هغه سیمې چې ستاسو په خیال کې دي، ترهګري‌ به یې نه اغیزمنوي، تاریخ مه هېروئ. موږ له تاریخ څخه زده کړې کړې او نغواړو چې د ماضې تېروتنې بیا تکرار شی.»

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان تر نیمایي نفوس زیات د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

څو ورځې مخکې په کابل کې د خوړو د نړیوال سازمان ویاند امریکا غږ ته وویل چې هغوی به په ۲۰۲۲ کې د میاشتې ۲۰۰میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

د نړۍ ډېر هېوادونه دا مهال د افغانستان له خلکو سره میلیونونه ډالر مرسته کوي او ټېنګار یې دا دی چې دا مرستې باید د طالبانو لاسونو ته ورنشي او د نړیوالو خیریه سازمانونو له لوري اړمنو ته ورسول شي.

په پاکستان کې د «ترویکا پلس» تر غونډې یوه ورځ مخکې په هند کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو او کارپوهانو غونډه وشوه.

په دې غونډه کې په عمومي ډول له افغانستان سره د بشري‌ مرستو د ټېنګار تر څنګ، د نشه يي توکو د قاچاقو، تروریزم او جنایاتو د خطر په مخنیوي‌هم ټېنګار وشو.‌