بلوچستان کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي

تر دې مخکې هم په بلوچستان ایالت کې یو شمېر پاکستاني پوځيان د سړک غاړې مایونونو کې وژل شوي وو

د پاکستان پوځ ویلي چې په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې او ډزو له امله شپږ پاکستاني پوځیان وژل شووي دي.

د دغه هیواد پوځ د (مې پر ۱۸مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پېښې تیره شپه د بلوچستان په پیر غیب او «کېچ منډ»سیمه رامنځته شوي دي.

پوځ ویلي چې تیره شپه د دغه هیواد پوځيان له ګزمې څخه د ستنېدو پرمهال خپل مرکز ته پر لار و چې په «پیر غیب» سیمه کې پر موټر چاودنه شوې ده.

بیان وايي چې په دغه چاودنه کې د یو لوپوړي پاکستاني افسر په ګډون پنځه پاکستاني سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ همدارنګه زیاته کړې چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د یو وسله وال برید پرمهال د دغه هیواد یو بل سرتیری هم وژل شوی دی.

پر پاکستاني پوځ د سړک غاړې ماین چاودنې مسؤلیت بلوڅ وسله والو په غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په بلوچستان ایالت کې یو شمېر پاکستاني پوځيان د سړک غاړې مایونونو کې وژل شوي و.