د پاکستان رسنیو د راپور په اساس د لاهور په ښار کې یوې ښځې ادعا کړې ده چې مېړه یې ځکه سر ورخریلی دی چې د هغه ملګرو ته یې د گډا نه انکار کړی و.
دغه ښځه چې نوم يې په رسنیو کې اسما ښودل شوی د جیو ټلویژون ته ویلي چې د خپل خاوند له امر د نه منلو په خاطر د هغه لخوا وهل شوې هم ده.
په پاکستان کې په رسنیو کې د دغه رپورټ د خپریدو نه وروسته د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د پیښې په اړه په خپل ټویټر ولیکل چې دوه تنه ککړ کسان یې نیولې دي چې یو یې پکې د ښځې میړه دی.
Took notice and chkd - my office was informed by SHO PS Kahna Lahore: Police has registered FIR and arrested both accused & booked under sections 337-v and 506. Medical report of the woman is awaited. One of the arrested is Faisal her husband pic.twitter.com/M3yMN4wlUU
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) March 27, 2019
اسما وايي چې مېړه یې نشه وو او په نشه کې یې له هغې دا غوښتنه کړې ده. نوموړې ویلي دي چې له فیصل نومي خاوند سره یې څلور کاله مخکې په خوښه واده کړی دی.
هغې د جیو نیوز ته دا هم ویلې و چې د خاوند د تشدد په اړه یې پولیسو ته شکایت هم کړی و خو پولیسو د هغې په حق کې فیصله نه وه کړې.
تر دې مخکې د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویلي و چې، په پاکستان کې هر کال د غیرت په نوم زر ښځې وژل کېږي.
دغه ادارې په خپل راپور کې ویلي چې د ښځو پر مخ د تېزاب شیندل، فزیکي تشدد، په زور او کم عمر کې د نجونو ورکول لا هم په پاکستان کې د ښځو په وړاندې له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي.