د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته ځي

مولانا فضل الرحمن ویلي چې افغانستان ته په سفر کې به د طالبانو د مشر سره هم وګوري

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د هڅو په لړ کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ یو پلاوی د یکشنبې په ورځ جنورۍ اووم (مرغومې ۱۷) د طالبانو د حکومت په بلنه افغانستان ته ولاړ شي.

مولانا فضل الرحمان تیره ورځ د ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې په پام کې لري چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په اړه هم خبرې وکړي او په کندهار کې د طالبانو د مشر هبت الله سره به هم وګوري.

د جمعیت علمای اسلام د ګوند له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د فضل الرحمان په مشرۍ په دغه پلاوي کې عبدالواسع، مفتي ابرار، صلاح الدین ایوبي، امدادالله، سلیم الدین شامزی، ادریس حقاني او جمال الدین شامل دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پلاوی کابل ته روان شوی دی.

ددغه ګوند ویاند اسلم غوري خبریالانو ته ویلي چې افغانستان ته ددغه پلاوي د سفر هدف د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کیدل دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې کابل ته د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر په مشرۍ د یو پلاوي سفر تائید کړی دی.

د طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر ته د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۶ افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د بلنې هدف د طالبانو د حکومت پر وړاندې د تبلیغاتو مخنیوی او د هغه له لارې د پاکستان خلکو ته د حقایقو څرګندول ښودلي وو.

د طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشرته دا بلنه وروسته له هغه ورکړه چې پاکستاني ملکي او نظامي چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو په حکومت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې څخه د ملاتړ او په افغانستان کې ورته د پټنځایونو د چمتوکولو تورونه لګولي او ویلي دي چې ددغې ډلې وسله وال په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره د افغانستان خاورې څخه کار اخلي.

طالبانو حکومت دا ادعاوې په پرله پسې ډول ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

د افغانستان ته د فضل الرحمان ددغه سفر دمخه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخند په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ پنځم ( مرغومې ۱۴) د پاکستاني چارواکو سره د ټي ټي پي د ډلې د فعالیتونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

که څه هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د ملا شرین د سفر په اړه ویلي چې هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې (JCC) شپږمې نوبتې غونډې که د ګډون لپاره دغه هیواد تللی و، خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې د ملا شرین په مشرۍ د طالبانو د حکومت د پلاوي سره یې په ګڼو مسلو ښې خبرې کړي دي.