محسن داوړ: پوځ راسره د مذاکراتو لپاره تماس ندی نیولی

د پاکستان پوځ وایي د پښتون ژغورنې غورځنگ ته یې د خبرو د پیل کولو په هکله یو تازه وړاندیز کړی دی، خو ددې غورځنگ یو مشر وایي پوځ ورسره پدې اړه تماس ندی نیولی.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د ځینو غوښتنو منلو ته تیار دي او ددې غورځنگ سره د خبرو لپاره یې د یوې جگړې وړاندیز کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د اپیکس کمیټې چې په کې گورنر، وزیر اعلی او د پوځ قوماندان گډون لري تصمیم نیولی چې یوه جرگه جوړه کړي چې په کې د پوځ منصبداران، سیاستوال او قومي مشران برخه ولري. دغه جرگه به د پښتون ژغورنې غورځنگ سره خبرې کوي.

په پیښور کې میشت د پاکستان د قل اردو قوماندان ډگر جنرال نظیر احمد بټ نن خبریالانو ته وویل چې ددې جرگې د جوړیدو تصمیم د پښتون ژغورنې غورځنگ سره د خبرو او د هغوی په "حقیقي غوښتنو" باندې د غور لپاره نیول شوی دی.

جنرال بټ دا هم وویل چې د پښتون ژغورنې د غورځنگ غوښتنې مهمې او واقعي دي "مونږ حاضر یو چې د اساسي قانون په چوکاټ کې په ټولو غوښتنو غور وکړو".

خو ددې غورځنگ یو مشر محسن داوړ، د امریکا غږ ته وویل چې هیڅ یو حکومتي مقام د دوی سره اړیکه نده نیولې. داوړ زیاته کړه چې په اوس وخت کې مذاکراتو ته شرایط اماده ندي او "دولت باید زمونږ پر ضد تبلیغات پای ته ورسوي او نور زمونږ خلک بندیان نه کړي."

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران وایي دا د دوی د ټینگې مبارزې نتیجه ده چې دمخه خارجي استخباراتو ته په جاسوسۍ تورن وو، خو اوس یې غوښتنې "حقیقي" بلل کیږي. محسن داوړ د امریکا غږ ته وویل چې هغوی مذاکرات نه ردوي خو د هغه چا سره مذاکره کوي چې د هغوی د غوښتنو د ترسره کولو صلاحیت ولري.

داوړ زیاته کړه "په مذاکراتو کې باید د پاکستان د دولت، پوځ او استخباراتي ادارو ټول ځواکمن افراد شامل اوسي او ماته ضمانت او یقین هم راکړي، نه داچې نن مې خبره ومني او سبا د خپلو ژمنو نه وگرځي."

د پاکستان د پوځ ادعاوی

جنرال بټ وایي چې ددې غورځنگ له شعارونو او غونډو څخه د هیواد دښمنان گټه اخلي. د هیواد دغه دښمنان نه غواړي چې پدې سیمه او په ځانگړې ډول په قبائیلي سیمو کې امن او ثبات رامنځ ته شي.

جنرال بټ ادعا وکړه چې د امریکا غږ او نورې ورسره تړلې رادیوگانې او نړیوالې رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنگ پلوي کوي او د هغه په وینا داسې ښکاري چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې ددې غورځنگ د حقیقت په هکله مبالغه کوي.

د پیښور د قل اردو قوماندان افغاني رسنۍ هم پدې تورنې کړې چې د پښتنو د ملتپالنې احساسات راپاروي او د پاکستان د پوځ پر ضد غلط تبلغات کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ په غوښتنو کې د لادرکه شویو کسانو خوشې کول او یا هم د هغوی د پتې معلومول شامل دي، خو پاکستاني مقامات وایي چې پدغو کسانو کې "جنایت کاران چې لاسونه یې د بیگناه خلکو په وینو سره دي" هم شامل دي. ددغه جنرال په وینا هغه کسان چې په ترهگریزو اعمالو کې لاس لري د هغوی په وړاندې به قانوني اقدامات وشي او هغوی چې په خپله خوښه حکومت ته تسلیمیږي د محکمې د پریکړې له مخې به ورته سزا ورکړل شي.

پاکستاني جنرال نظیر احمد بټ دا هم وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې په ۴٧٠ کیلومتره باندې کتارې او اغزن سیم لگول کیږي چې د روان کال تر پایه به یې کار بشپړ شي. د هغه په وینا پدې سرحد به د څارنې ۴۴٣ مرکزونه هم جوړ شي چې د ١۴٧ مرکزونو کار بشپړ شوی دی.

هغه ادعا وکړه چې پدې کار سره به د گاونډیو هیوادونو افغانستان او پاکستان په پوله د ترهگرو او یاغیانو تگ راتگ بند شي او د د دواړو هیوادونو ترمنځ به تجارتي اړیکې پیاوړې شي.