د لاس رسي وړ اتصالات

ANP د پښتون تحریک په اړه پریکړه کوي


د عوامي نیشنل گوند مشران نن په ولي باغ کې غونډیږي او دا پریکړه به وکړي چې د پښتون تحریک ملاتړ وکړي او کنه.

د عوامي نیشنل گوند یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي دي چې د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان د دوشنبې په ورځ د گوند د لوړپوړو غړو یوه غونډه رابللي ده چې د خپل گوند د دریځ په اړه مشوره او بیا پریکړه وکړي.

دغه سرچینې د نوم د نه څرگندولو په شرط امریکاغږ ته وویل چې په گوند کې دننه پدې اړه د ډیر وخت راهیسې بحثونه روان و چې د پښتون تحریک په اړه څه دریځ ولري.

د یادونې وړ ده چې ANP تیره اونۍ یوه اعلامیه خپره کړي وه چې په هغې کې یې د پښتون تحفظ تحریک ته په اشاره ویلي و چې د گوند غړي هیڅ اجازه نلري چې د نورو تحریکونو په غونډو کې گډون وکړي.

د ANP مشر اسفندیار ولي خان د ځوانانو د څانگې مشر محسن داوړ هم د دندې لیرې کړ. محسن داوړ د پښتون تحفظ تحریک اساس ایښودونکی غړی دی.

د محسن داوړ د دغې دندې نه د لیرې کولو نه وروسته د اسفندیار ولي زوي ایمل ولي هم په یوې غونډې کې وویل چې هر هغه څوک چې غواړي په احتجاجونو کې گډون وکړي، د گوند نه به اجازه غواړي.

محسن داوړ امریکا غږ ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ANP ا فیصله وکړي چې د هغوي غړي به د پښتون تح‏ریک ملاتړ نه کوي، نو ایا دا به د چا په تاوان تمامه شي، وویل "د پښتون تحریک د ټولو پښتنو د حقونو تحریک دی. دا به ډیره د خپگان خبره وي که ANP خپل غړي او ملاتړ کونکي د پښتون تحریک د ملاتړ نه منع کړل. کیدی شي د دغه گوند ډیرکسان د هغوي نه خپه شي".

محسن داوړ وایي چې هغوي د ټولو پښتنو ملاتړ ته ضرورت لري ځکه د هغوي تحریک د پښتنو د تحفظ او سولې لپاره دی او هغوي ځکه احتجاجونه کوي چې د هغوي خبره په بله کومه طریقه د پاکستان ادارو نده منلی.

د یادونې وړ ده چې د عوامي نیشنل گوند د هغې نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د سختو نیوکو سره مخ ده چې د پښتون تح‏ریک سره د ملگرتیا نه یې خپل ملاتړي منع کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG