پاکستاني سناتوران امریکا غندي خو د امریکا ویزې نه پریږدي

په پاکستان کې ٣٣ تنه سناتورانو د سنا په مجلس کې د بیت المقدس په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړه چې بیت المقدس د اسرایلو پلارمینه ده، په سختۍ غندلي ده او د دغې فیصلې په ضد یې یو پریکړه لیک تصویب کړیدی.

خو هغه وخت په سنا کې ټول غلي شول چې یو سناتور محمد علي سیف د نورو سناتورانو نه وغوښتل چې که هغوي ریښتیا هم د ولسمشر ټرمپ په دغه فیصله خپگان څرگندول غواړي نو د امریکا ویزې دې بیرته ورکړي.

د یادونې وړ ده پاکستاني سناتورانو ته د امریکا دوه کلنۍ ویزې ورکول کیږي.

کله چې محمد سیف دغه وړاندیز وکړ او چارچاپیره یې وکتل نو هیچ چا ورته ځواب ور نکړ.

د پاکستان یوې ورځپاڼې دې ایکسپرس ټریبیون د دوشنبې په ورځ د سنا د غونډې په هکله رپورټ خپور کړیدی.

د پاکستان سنا د ټرمپ د بیت المقدس د وروستۍ فیصلې په هکله دغه غونډه رابللي وه. د یادونې وړ ده پاکستان اسرایل د یو ملک په حیثیت نه پیژني.

د پاکستان سناتورانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د نړیوالو قوانینو او د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا د اعلامیې ضد وبلله. هغوي وویل چې په منځني ختیځ کې د امنیت د خرابولو کوښښ به د تاریخ یوه د تر ټولو بده فیصله وي.

د سنا په دغې غونډې کې ځینو سناتورانو حتی دا وړاندیزونه وکړل چې د امریکا بایکاټ دې اعلان شي خو بیا ځینو سناتورانو وویل چې په دې لړ کې هیڅ ډول بیړه نده پکار او تدبیر ته ضرورت دی.