د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهگرو پناهځایونه په پاکستان نه افغانستان کې دي- پاکستانی سفیر


په امریکا کې د پاکستان سفیر وایي چې په سرحد د ترهگرو د تگ راتگ د مخیوې لپاره د پاکستان او د افغانستان په سرحد د امنیت ټینگول ضروري دي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري د امریکا غږ اردو څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې ویلي دي چې د افغانستان د حکومت په لمړیتوبونو کې تغیر چې غواړي د ښارونو خوندیتوب ته زیات پام وکړي، طالبانو او نورو ترهگرو ډلو ته د ملک په نورو سیمو کې د ازادانه گرځیدلو لاره هواره کړي.

هغه زیاته کړه "پاکستان د ډیر وخت نه دا خبرداری ورکړیدی چې په افغانستان کې هغه سیمې چې امنیت یې خوندي ندی، هغه به د نړۍ د ترهگرو د اوسیدو ځای شي. زما په فکر په افغانستان کې وضع لا نوره خرابه شویده."

ښاغلي چوهدري د ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د ترهگرو په هکله د خبرداریو باوجود د پاکستان پخوانۍ ادعاگانې تکرار کړی چې وایي پاکستان ترهگرو ته پناه نه ورکوي. ولسمشر ټرمپ د پاکستان نه غوښتي چې په سیمې کې د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره نور زیات اقدامات وکړي.

ښاغلي چوهدري د افغانستان د هغه ادعاگانو په ځواب کې، چې وایي د اسلامي دولت د ډلې ترهگر د پاکستان نه ورځي او هلته حملې کوي، وویل "په پاکستان کې د اسلامي دولت ډله حضور نلري. د اصلي مسلو نه پام بلې خوا ته مه اړوئ. پاکستان به چیرته هم د اسلامي دولت د ډلې شتون ونه زغمي." چوهدري زیاته کړه چې په ملک کې د وروستیو پوځي عملیاتو نه وروسته ترهگر تښتیدلي دي.

"په تیرو دریو کلونو کې مونږ ډیر څه کړیدي. دا مونږ د بل چا لپاره نه، بلکې د خپلو خلکو لپاره کړیدي. مونږ ترهگرو ته ماتې ورکړي. ترهگر په تیښته دي. په پاکستان کې د ترهگرو پناهځایونه نشته دی اوس هغه افغانستان ته انتقال شویدي. او پکار ده چې هم دغه ته پام وشي."

په امریکا کې د پاکستان سفیر د دواړو ملکونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ په اهمیت ټینگار وکړ.

پاکستان د افغانستان سره په سرحد د دیوال جوړول پیل کړیدي او څو وارې یې د خلکو او تجارت پر مخ لارې تړلي دي.

چوهدري د افغانستان نه په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو او د بیا رغاونې په برخه کې هم د همکارۍ عوښتنه کړیده. او وي ویل چې د دې مسلې حل د پوځي لارې ممکنه نه دی.

XS
SM
MD
LG