پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو سره 'موقت اوربند' اعلان کړ

دا دویم ځل دی چې پاکستاني طالبان د دغه هېواد له پوځ او حکومت سره اوربند کوي.

د «پاکستان تحریک طالبان» ډلې نن یکشنبه جون ۱۶ (جوزا ۲۷) په لوی اختر کې د دریو ورځو لپاره د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره د اوربند اعلان وکړ.

د رویټرز خبري‌ اژانس وايي چې پاکستاني طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې د پاکستان د خلکو په غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ لوی اختر پیل کېږي. د پاکستان حکومت لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

دا دویم ځل دی چې پاکستاني طالبان د دغه هېواد له پوځ او حکومت سره اوربند کوي.

تېرځل یې د افغان طالبانو په منځکړتوب اوربند کړی و چې بیا ژر ختم شو.

د پاکستان حکومت پاکستاني طالبان په هغه هېواد کې په یو لړ خونړیو بریدونو کې دخېل بولي. اسلام اباد دا تور هم لګوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د افغان طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي‌ او له هغه ځای څخه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.

خو افغان طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو په ضد کار واخلي.