حماس او فتح په چین کې په خبرو کې د 'ملي یوالي حکومت' په جوړېدو توافق وکړ  

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د فتح سازمان د مرکزي کمېټې له مشر محمود العلول سره روغبړ کوي او د حماس مهم غړی موسی ابومرزوق یې تر څنګ ولاړ دی

د فلسطين دوو غلیمو ډلو حماس او فتح د چین په مرکز بیجینګ کې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳ (زمري دویمه) په خبرو کې توافق وکړ چې د کلونو دښمني به ختموي او په غزې کې به د جګړې له ختمېدو وروسته «د ملي یوالي حکومت» جوړوي.

د چین تلویزوني شبکې (CGTN) د ټولنیزو رسنیو په یو پوست کې لیکلي دي، چې دا مذاکرات دوې ورځې وو، د فلسطین ۱۲ نورو ډلو هم په کې برخه لرله او د چین د بهرنیو چارو وزی وانګ يي د دغو خبرو ناظر و. دې تلویزوني شبکې د دغه تړون په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د چین رسنۍ وايي د دغه هېواد حکومت په غزې کې له جګړې وروسته د لارې د نقشې جوړولو په هدف د دغو فلسطينۍ ډلو د خبرو منځګړی او کوربه و.

د فتح سازمان او د حماس ډلې، چې د اسرائیل په اړه د جلا جلا دریځونو له کبله په خپلو کې سره اختلاف درلوده، له ۱۲ نورو فلسطینۍ ډلو سره یو ځای د اختلافاتو د ختمولو او «ملي یوالي موقت حکومت» د جوړولو اعلامیه خپره کړه.

د حماس ډلې، چې ایران یې ملاتړی دی، دا کار یو لوی پرمختګ او «د فلسطینیانو د ملي یوالي لپاره مثبت ګام» بللی دی او د چین مننه یې کړې ده.

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کنتز په دې اړه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دی: «محمود عباس د دې په ځای چې ترهګر رد کړي، د حماس قاتلان او تجاوز کوونکي په خپله غېږه کې نیسي او خپله اصلي څېره ښکاره کوي... دا به ونه شي، ځکه چې د حماس حکومت به ړنګ کړل شي او عباس به له لېرې څخه د غزې ننداره وکړي.»

د حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې د غزې له تړانګې څخه د فتح ځواکونه وشړل او د جګړې په پایله کې یې لارې جلا کړې.

په تېرو ۱۷ کالونو کې مصر او نورو عربو هېوادونو ډېرې هڅې وکړې چې د فتح او حماس ترمنځ روغه وکړي. لا معلومه نه ده چې د چین په منځګړتوب به د دغو ډلو ترمنځ جوړ جاړی دوام وکړي که نه.

د فلسطینۍ ډلو ترمنځ جوړ جاړی په منځني ختيځ کې د چین نفوذ هم په ګوته کوي، بیجینګ تر دې مخکې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ هم په جوړ جاړي کې مهم رول ولوبوه.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له بریدونو څخه وروسته، اسرائیل په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

په همدې حال کې د اسرائیل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر ویلي دي، چې هغه د یرغمل شویو کورنیو ته ویلي دي، داسې تړون ته نژدې شوي دي، چې په اساس به یې یرغمل شوي، چې په غزې کې ساتل کېږي، ازاد شي.

نتنیاهو تېره ورځ د یرغمل شویو د کورنیو له غړو سره په خبرو کې ویلي: «دا کار به په یو ځل تمام نه شي او پړاونه به ولري، خو باور لرم چې تړون ته رسېدای شو.»

نتنیاهو واشنګټن ته راغلی دی او ټاکل شوې چې د همدې اونۍ په پای کې د متحدو ایالتونو کانګرس ته وینا وکړي او له ولسمشر جوبایډن سره هم وویني.