ریاض المالکي: حماس به د راتلونکې حکومت برخه نه وي

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي په ژنیو کې د یوې خبرې ناستې پر مهال

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د چهارشنبې په ورځ،‌ فبرورۍ ۲۸ (کب نهمه) وویل، چې هغه په دې باور دی چې حماس پوهیږي چې ولې باید د فلسطین په خاوره کې د نوي حکومت برخه نه وي.

مالکي دغه څرګندونې په یوې مطبوعاتي ناستې وکړې، ویې ویل چې د حماس اسلامپالې ډلې پرته چې اوس وخت د اسرائیل پر ضد جګړه کوي، یو "منځلارې" حکومت ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: "د ملي ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره اوس وخت مناسب ندی."

هغه د ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې ته وویل: "اوس د داسې یو حکومت وخت نه دی چې حماس یې برخه وي، ځکه د تیر په شان به یوځل بیا د یو شمېر هېوادونو له خوا له بندیزونو سره مخ شي. "

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر چې دا مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ګډون لپاره په ژنیو کې دی، وویل: "موږ نه غواړو له داسې یو حالت سره مخ شو. موږ غواړو چې ومنل شو او له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه تعامل ولرو. "

دا پداسې حال کې ده چې د فلسطین د حکومت صدراعظم محمد اشتیه د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د بدلون اړتیا ته په اشارې سره اعلان وکړ چې حکومت یې خپله استعفا د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس ته سپارلې ده.

نوموړي په غزې کې روان وضعیت بدلیدونکو حقایقو ته په کتو وویل، چې اړتیا ده "نوي سیاسي اقدامات" وشي. هغه ویلي دي چې "ما د خپل حکومت استعفا ښاغلي ولسمشر (محمود عباس)‌ ته وسپارله" او دا "د غزې په تړانګې کې د یرغل او په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره" تړلې ده.

بلخوا د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس محمد اشتیه او د هغه د حکومت استعفا منلی ده. د ښاغلي عباس دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې هغه (محمود عباس) په یو فرمان کې د محمد اشتیه حکومت مؤظف کړی چې "د نوي حکومت تر جوړېدو پورې" په موقت ډول چارې سنبال کړي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا د فلسطینیانو مشرتوب په دوو برخو وېشل شوی، په لویدیځه غاړه کې د محمود عباس تر مشرۍ لاندې حکومت او په غزې کې د حماس تر واک لاندې حکومت چلېږي.

مالکي د ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې ته وویل، چې فلسطینیانو ته د بیړنیو مرستو رسولو او بیا د غزې د بیارغونې لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل له لومړیتوبونو څخه دي.‌

هغه وویل: "بیا کله چې وضعیت سم شي، نو موږ بیا کولی شو په دې اړه په اړه فکر وکړو. خو هغه څه چې لومړی مطرح کیږي، دا دي چې څنګه له دې وضعیت څخه ووځو، څنګه د بې ګناه فلسطینیانو ژوند وژغورو، څنګه دا وحشي جګړه ودروو او څنګه د فلسطین د خلکو ساتنه وکړو. له همدې امله فکر کوم چې حماس باید پدې پوه شي او باوري یم چې دوی به د یو منځلارې حکومت د جوړولو په موخه ددې د نظر ملاتړ کوي. "

مالکي‌ زیاته کړه: "منځلارې حکومت به داسې یو حکومت وي، چې د متعهد او کارپوه اشخاصو پر بنسټ ولاړ وي چې پدې ستونزمنې مودې کې د واک او مسؤلیت په غاړه اخیستو ته په بشپړه توګه ژمن وي او هیواد یو باثباته حالت ته ولیږدوي. همدارنګه په پای کې، موږ کولی شو د ټاکنو په اړه فکر وکړو".

د نوموړي‌ په خبره، تر ټولټاکنو وروسته به د ټاکنو د پایلو له لارې د هغه حکومت څرنګوالی په ډاګه شي، کوم چې وروسته د فلسطین اداره پرغاړه ولري.

دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي، چې حماس د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول. په غزې کې روغتیايي مقامات وايي چې د اسرائيل په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۲۹۹۵۴ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د دې ترڅنګ په لویدیځې غاړې کې د مېشتو افراطي یهودانو له لوري له فلسطینیانو سره تاوتریخوالی او تشدد هم زیات شوی دی. په رام الله کې روغتیايي مقامات وايي چې د روانې جګړې له پیل راهېسې په لویدیځې غاړې کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.