بینت: د نړیوالو معیارونو په اساس دې پنجشیر کې د 'محکمې له حکم پرته وژنې' وڅېړل شي

په پنجشېر ولایت کې د جنګي اسیرانو وژلو د ادعاو څېړلو په اړه د طالبانو دفاع وزارت تر څرګندونو وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړی راپور ورکوونکی وايي ،دغه څېړنې باید د نړیوالو معیارونو مطابق تر سره شي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د سپټمبر ۱۷ (وږې ۲۵)په پنجشېر ولایت کې د جنګي اسیرانو وژلو په اړه ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیو ته په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې اړه جدي څېړنې پيل شوي دي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي:"له څو ورځو راهیسې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپریږي، چې ګواکې مجاهدينو پنجشیر ولایت کې جنګي اسیران وژلي؛ البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دي او که نه؛ جدي څېړنې روانې دي."

یوناما ویلي دي چې په پنجشیر کې روان حالت له نژدې څاري. یوناما وايي د طالبانو له لوري د اسیرانو د وژلو د ادعاو په اړه راپوونه دقیق ښکاري او «له مرتکبینو سره باید حساب او کتاب وشي او د طالبانو څېړنه باید شفافه وي چې جدي وګڼل» شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بنیت دغه څېړنو ته په اشارې ویلي چې طالبان د خپلو سرتیرو د اقداماتو مسؤلیت لري.

ښاغلي بنیت د یکشنبې په ورځ ناوخته سپټمبر ۱۸(وږې ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "څېړنې او هر ډول قضايي تعقیب باید واقعي او د نړیوالو معیارونو مطابق تر سره شي."

د طالبانو حکومت او د «مقاومت ملي جبهې» تېره اونۍ په دغه ولایت کې یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې وکړې او له دغه ادعاو سره هم مهاله په ټولنیزو رسنیو کې په پنجشېر ولایت کې د طالب سرتیرو لخوا د یو شمېر نیول شوو کسانو چې ادعا کیږي د مقاومت جبهې غړي دي د وژل کېدو ویډیوګانې خپرې شوې.

د دغه ولایت د درې ولسوالۍ یو شمېر کسانو ادعا کړې چې دغه ویډیوګانې د تېرو څلورو ورځو مخکې دي. د دوی په وینا یاد وژل شوي اته کسان د مقاومت جبهې غړي او د درې او خنج ولسوالیو اوسېدونکي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما په پنجشېر ولایت کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و: "ټول اړخونه، د نیول شویو کسانو حقونو ته د درناوي په ګډون روښانه نړیوال مکلفیتونه لري. یوناما وضعیت څاري او عدالت ته د هر هغه کس د وړاندې کولو غوښتنه کوي چې جرم ترسره کوي."

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت د سپټمبر پر ۱۲مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی بللی و ویلي و چې دا وضعیت «د استبداد په لوري» روان دی.خو د طالبانو حکومت د نوموړي یادې څرګندونې «غیر مسؤلانه او عقده يي» وبللې.