پښتین وایي د پاکستان پوځ چې په وزیرستان جیټ بمبارۍ کولې او د هغوي کاروبارونه یې تباه کول، په قبایلو یې د بی ننگه او بی ناموسه فکر کاوه.
د جنوبي وزیرستان سوداگرو پرون د سه شنبې په ورځ ( اپریل ١٧) په اسلام اباد کې د مطبوعاتو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ. دغه سوداگرو د دوو کلونو راهیسې د خپل مالي تاوانونو په اړه احتجاج پیل کړیدی.
د پښتون تحریک مشر محسن داوړ چې دغه احتجاجي غونډې ته ورغلی و، په خپل ټویټر ولیکل چې د شمالي وزیرستان دکانداران د دوو کلونو د کوښښونو نه وروسته نن په اسلام اباد کې ناسته پیلوي. دغه سوداگر د پاکستان په دولتي مامورانو پسې دوه کاله وگرځیدل خو څه نتیجه یې ورنکړه.
North Waziristan shopkeepers Sit-in moves to Islamabad press club after rolling around with the bureaucracy for about 2 years and knocking the doors of media at Bannu and Peshawar. Demanding compensation of the shops wd billions of worth stuff with in it demolished in Zarbe-Azab. pic.twitter.com/SKojS3jotO
— Mohsin Dawar (@mjdawar) April 17, 2018
منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو د جنوبي وزیرستان د سوداگرو په ملاتړ وینا وکړه. د پښتین دغه ویډیو تراوسه پورې د لسو زرو نه زیاتو کسانو شریکه کړیده، هغه په دغه وینا کې په ډیرو سختو الفاظو د پوځ سلوک غندلی دی.
منظور پښتین وویل "میرانشان چې په مکمله توگه نړول شویدی. هلته ٢٠ زره دکانونه و، هغه نړول شویدي. په هغو دکانونو کې د ملیونونو روپو شیان پراته و. هغه شیان لټ شول."
پښتین وویل چې د دغو دوکاندارانو د ویجاړ شوو کاروبارونو حساب دې ورکړل شي. هغه زیاته کړه"دغه بازار د پاکستان د پوځ جیټ طیارو ویچاړ کړیدي. دغه دکانونه هم ترهگر و؟ په هغې کې پراته د ملیونو روپور شیان هم ترهگر و؟ "
هغه وویل چې په لاهور کې به د اپریل په ٢٢ احتجاج کوي او دغه احتجاج په پنجاب کې د پښتنو سره د نسلي تعصب ضد دی. هغه د خپلو ملاتړو نه وغوښتل چې په غونډه کې گډون وکړي.
په رسنیو انتقاد
منظور پښتین په خپله وینا کې د رسنیو په رول سختې نیوکې وکړی. هغه وویل چې د پاکستان رسنیو چې ورسره کوم ډول سلوک وکړ، هغه ټولو لیدلی دی.
پښتین وویل چې په مطبوعاتو ویل کیږي چې د پښتون تحریک غوښتنې سمي دي خو طریقه یې سمه نده. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په مونږ بی بنیاد تورونه لگولي دي. "زمونږ خلاف چې پروپاگنډ کیږي، مونږ ته د هند او افغانستان جاسوسان ویل کیږي، مونږ ته ویل کیږي چې دوي احساساتي دي. هغوي ته خو چا دا ونه ویل چې احساساتي دي چې په مونږ تورونه لگوي."
پښتین وویل چې مونږ د غیر پښتنو سره هیڅ ستونزه نلرو، زمونږ سره ریاست د نسل په اساس تعصب کوي.
منظور پښتین ژمنه وکړه چې د پښتنو د حقونو لپاره به په سوله ایزه طریقه مبارزه ترهغې پورې جاري وساتي چې ترڅو یې د هغوي حقوق اخیستي نه وي.