د پښتونخوا یو شمېر نجونو د افغانستان نجونو ته پیغامونه لېږلي

د پېښور یو شمېر پښتنو مېرمنو او نجونو د اختر په مناسبت له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د افغانو نجونو سره د پیوستون لپاره په پېښور کې یو شمېر نجونو او مېرمنو په خپلو پیغامونو کې تعلیم د نجونو حق بللی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړه بندیز ولګاوه. دغې ډلې په تېر دسمبر کې نجونې پوهنتون ته له تللو څخه هم منع کړې.

د پېښور اوسیدونکې انم اشتیاق وايي، نن سبا د پوهنې دور دی، له تعلیم پرته هیڅوک پرمختګ نشي کولای، نو طالبان باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

ددې ښار بله اوسېدونکې کشماله شجاع وویل: "کله چې موږ خپلې افغانې خویندې په خبرونو کې وینو چې د زده کړو دروازې یې پر مخ تړل شوي دي، نو موږ غواړو چې ژر تر ژره د دوی لپاره د تعلیم دروازې پرانیستل شي."

د نوموړې په خبره، که افغانې نجونې زده کړه وکړي، خپلې اړتیاوې به پوره کړي او د ښه او بد ترمنځ به توپیر وکړي.

دا هم ولولئ د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز پاکستانۍ محصلینې له تعلیم څخه بې برخې کړي

د پښتونخوا بله اوسېدونکې سمیه خان وايي، کله چې نجونې او ښځې تعلیم یافته شي نو د ټولنې په اقتصادي چارو کې برخه اخیستلی شي او په هیواد کې د ثبات او هوساینې سبب کیږي.

د پېښور په يو شخصي پوهنتون کې استاده فضایله شاد وايي، افغانې نجونې ډېرې با استعداده دي او د زده کړو له لارې د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. هغې له طالبانو وغوښتل چې د اختر په مناسبت پر افغان نجونو د زده کړو د محدودیتونو په لیرې کولو سره ښه زیری ورکړي.

نوموړې وویل: "د نجونو لپاره زده کړه د هلکانو د تعلیم په څیر مهمه ده، ځکه چې زموږ نجونې د دې ټولنې مهمه برخه ده، دوی د نفوس نیمایي جوړوي. دوی په کار، اقتصاد او نورو برخو کې ونډه لري او لا هم د پرمختګ په حال کې دي."