د ډیورېنډ غاړو ته پراته 'پښتانه' پر تورخم ازاد تګ راتګ غواړي

د ډیورېنډ دواړو غاړو ته پراته قومي مشرانو غونډه

د خیبر پښتونخوا او ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار لسو ولسوالیو سلګونه قومي مشرانو پر تورخم له ویزو او پاسپورت پرته د ازاد تګ راتګ غوښتنه وکړه.

دغو قومي مشرانو چې شاوخوا ۳۵۰ تنه وو په تورخم کې غونډه وکړه او وویل چې د دواړو غاړو پښتنو ترمنځ تګ راتګ ستونزمن شوی او غواړي له پاسپورټ پرته په تذکره باندې د تلو راتلو زمینه برابره شي.

د مومندو، اپریدو او شینوارو دغو قومي مخورو له افغان او پاکستاني حکومتونو نه وغوښتل چې پاسپورټ یې د خپلولۍ او ورورولۍ رشتې پیکه کړي، ځکه نو ازاد تګ راتګ غواړي.

شاکر اپریدی د خیبر ایجنسۍ لواړګي اوسېدونکی او قومي مشر دی، هغه وایي چې باید د پخوا په څېر د دوی تګ راتګ ازاد شي "ان شالله چې دا چوکاټ به ماتوو او د هېچا زور نه منو، پښتون دواړو خواو کې یو قوم دی. دا زموږ حق دی".

ښاغلی اپريدی وايي ولس یې له ستونزو سره مخ دی او په خبره یې ډېر کله یې پاکستاني ریاست د حق غوښتنې غږ په مرۍ کې چپ کوي.

هغه ټينګار کوي که پښتنو ته خپل حقونه ور نه کړل شي نو د پاڅون لاره هم په مخکې لري.

ننګرهار کې د مومندو او شینوارو قومي مشران وايي له کرښې هغه غاړه خپلوئ لري او لکه پخوا په افغاني تذکرو دې د تګ راتګ زمینه ورته برابره شي.

د دغو قومي مشرانو دا غونډه داسې مهال کیږي چې همدا اوس ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته زرګونه کسان د ویزې اخیستنې پسې انتظار کوي، چې ډېر یې خلک د نه ویزې په وجهه له غم ښادۍ پاتې دي.