د امریکا او طالبانو پر ممکنه تړون د امریکايي او افغان چارواکو اندیښنې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو نهم پړاو څلورمې ورځې ته غځیدلی دی

د امریکا د سنا مجلس مخکښ سناتور لنډسي گراهام وايي له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل به د سپتمپر د یولسمې پېښې غوندې د یوې بلې پېښې لامل شي.

ښاغلي ګراهم وویل که له طالبانو سره له ممکنه تړون وروسته امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي، ښايي دا کار د سپتمبر د یولسمې پېښې غوندې یوې بلې پېښې ته هم لار هواره کړي.

سناتور لینډسي گراهام وویل "که موږ سبا ته له افغانستان څخه ووځوو طالبان د داعش او القاعده مخه نشي نیولی او نه پر طالبانو باور کیدلی شي ".

نوموړي د شنبې په ورځ (اګست۲۴) د امریکا فاکس نیوز تلویزون سره خبرې وکړې. ده داسې مهال دا څرګندونې کولې چې په قطر کې د امریکا او طالبان د سولې ممکنه تړون ته نژدې شوي دي. خو ددغو مذاکراتو د نتایجو په هکله د افغانستان حکومت لا هم اندیښنه لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو نتایجو ته په تمه دي، خو اندیښنه یې لا هم په خپل حال ده.

میرمن راز امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان حکومت پدې خبرې ټینګار کړی چې په روانو مذاکراتو کې د افغانستان د اساسي قانون، جمهوريت او نورو مهمو لاسته راوړنو ساتل باید په پام کې ونیول شي.

هغه وايي "افغانستان په حساسو شرایطو کې دی، د جمهوري ریاست ټاکنې د سپتمبر په میاشت کې کیږي، افغانستان اسلامي هیواد او جمهوريت دی، د جمهوریت نظام به تل په افغانستان کې وي".

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې د سولې اړوند مسایلو په هکله خبرې په نیویارک کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې د لمانځلو په یوې غونډه کې کړي دي.

په امریکا کې یو شمیر افغانان وايي چې دوی سولې ته هیله من دي. په نیویارک کې میشته افغانه شکیلا ځدراڼ امریکا غږ ته وویل "هیله منه یم چې په افغانستان کې سراسري سوله ټینګه شي او د خلکو ترمنځ ښه همغږي اوسي، سوله د افغانستان خلک راولي نه پردي،هیله لرم چې دا سوله خپلو هیوادوالو، میرمنو، ماشومانو ته ولرو".

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا- طالبانو ترمنځ پر ممکنه تړون د امریکايي او افغان چارواکو اندیښنې

افغان حکومت وايي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات یوازې یوه پروسه ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اشنا ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دا مذاکرات په ابتدايي حالت کې روان دي او اصلي مذاکرات به د بین الافغاني مذاکراتو له پیلیدو وروسته وي.

ښاغلی محب وايي "زموږ مسایل ډیر غټ دي، په حکومتدارۍ دي، په حکومت کې په شراکت دي، په راروان سیستم باندې دي، ډیر داسې مسایل دي چې په هغې به موږ خبرې کوو، او هغه آسانه کار نه دی".

ښاغلی محب وايي چې د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې موافقه ممکنه نه ده.