د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبان خوشبین دي چې یوې موافقې ته به رسیږي


امریکايي او طالب استازي د وروستۍ موافقې د مسودې پر جزئیاتوت باندې کار کوي
امریکايي او طالب استازي د وروستۍ موافقې د مسودې پر جزئیاتوت باندې کار کوي

په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات د تېرې شپې تر ۱۲ بجو دوام درلود.

د دواړو لورو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات چې نن یکشنبه یې څلورمه ورځ ده ټاکل شوې نن سهار پر ځايي وخت ۱۰ بجې بیا پیل شي.

په قطر کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وايي، امریکايي او طالب استازو ورته ویلي، چې د وروستۍ موافقې د مسودې پر جزئیاتو باندې کار کوي.

دواړو لورو خوشبیني ښودلې چې په همدې نهم پړاو کې د یوې موافقې تر رامنځته کېدو وروسته خبرې پای ته ورسوي.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د ساسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم امریکا غږ ته ویلي و، چې د سولې د خبرو په نهم پړاو کې پر یو لړ مسئلو خبرې شوي او تمه ده چې په دوو ورځو کې به د دواړو خواو ترمنځ په پاتې مسئلو هم موافقه تر لاسه شي.

دا د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم پړاو مذاکرات دي چې د پنجشنبې په ورځ پیل شول.

په ورته وخت کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې ممکن د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یو دوو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

بلخوا د خبرو دواړو خواو د لنډه مهاله حکومت په اړه د الجزیرې رسنۍ د تېرې ورځې راپور رد کړی او ویلي، چې په دې اړه یې هېڅ خبرې نه دي کړي.

پرون شنبه د قطر الجزیرې رسنۍ وویل، چې په دوحه کې امریکايي او طالب استازو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د لنډه مهاله حکومت پر رامنځته کېدو موافقه کړې ده.

XS
SM
MD
LG