د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي چې پاکستان او افغانستان باید ددې ضمانت وکړي چې ددغو دوو هیوادونو له خاورې څخه د یو بل پر ضد ګټه نه اخیستل کیږي.
ښاغلي خلیلزاد دغه څرگندونې اسلام آباد ته د خپل سفر په پای کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي.
ښاغلي خلیلزاد د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او ددې هیواد د لوی درستیز، قمر جاوید باجوه سره لیدنې کتنې کې کړې دي.
Peace will require reliable assurances from #Afghanistan & #Pakistan that neither side’s territory is used to threaten the other. Such assurances on top of an intra-Afghan comprehensive peace agreement will allow increased regional economic integration, connectivity & development
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 2, 2019
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي دي: "سوله د افغانستان او پاکستان له لورې ضمانت کولو ته اړتیا لري چې د هیڅ یو هیواد خاوره به د بل د گواښولو لپاره نه کارول کیږي. دغه تضمین د یو هر اړخیز بین الافغاني توافق سربیره، سیمه ایزو اقتصادي همکاریو زیاتولو او پرمختیا ته لاره برابروي".
تر دې دمخه افغانستان او پاکستان دواړو یو بل ترهگرو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړي او دغه ډلې یې په خپلو هیوادونو کې د ناامنیو مسولې گڼلې دي.
د افغانستان حکومت په وار وار له امریکا غوښتي چې پر پاکستان باندې د ترهگرو ډلو د ملاتړ په خاطر فشار راوړي. دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکایي مقام ددغو دوو هیوادونو د تضمین خبره کوي چې د خپلو خاورو څخه به د یو بل پر ضد ګټه انه اخلي.
ښاغلی خلیلزاد پاکستان ته د سفر په پاې کې دوحه ته لاړ، چې د اټکل سره سم د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو اتم پړ په ترڅ کې وروستنۍ موافقه ترلاسه کړي.