سیند ته د افغانانو د غورځولو ادعا؛ هراتیانو د ایران ضد اعتراض وکړ

معترضینو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په دې اړه جدي‌ پلټنه وکړي

په هرات کې یو شمېر خلکو د یو اعتراض په ترڅ کې له افغان کډوالو سره د ایران د سرحدي ځواکونو چال چلند وغنده او د بشري حقونو له سازمانونو یې وغوښتل چې په دې اړه غلي پاتې نشي.

د هرات لسګونو ځوانانو د سه شنبې په ورځ مۍ۵ (غوايي۱۶) د هرات د والي د دفتر په مخې ته راټول شول او د ایراني ځواکونو له لوري "سیند ته د یو شمېر افغان کډوالو غورځول او ځورول" په کلکه وغندل.

دوی د ایران او افغانستان حکومتونه او د بشري حقونو سازمانونه تورن کړل چې په دې اړه یې کوم اقدام نه دی کړی.

یو معترض محمد شکیب همدرد وویل: "له ملګرو ملتونو او د نړۍ د بشري حقونو د نورو مدافع سازمانونو څخه غواړو چې دا مسئله جدي وپلټي چې بیا کوم کډوال داسې بې رحمه ونه وژل شي."

یوې بلې اعتراض کوونکې حلیمې پژواک بیا د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې په دې اړه وضاحت ورکړي. هغې وویل: "موږ د ایران له چارواکو غواړو چې په دې اړه وضاحت ورکړي. ځکه دا اول وار او دویم وار نه دی چې داسې کار کیږي. "

د هرات د ځینو عادي خلکو تر څنګ چارواکي هم په دغه کار پارېدلي دي. د هرات د ولایتي شورا یو غړی نور احمد حیدري وايي له افغان کډوالو سره د ایران د سرحدي ځواکونو چلند د ټولو نړیوالو پرتوکولونو خلاف دی.

ښاغلی حیدری وايي: "کله چې یو شمېر خلک په ناقانونه توګه ایران ته داخلیږي او بیا نیول کیږي، باید بېرته په سرحد او رسمي سیمو کې چې د دواړو هېوادونو ځواکونو په کې دي،‌ ګاونډي‌ هېواد ته وسپارل شي.‌ دا چې دا کډوال د سیند په خوله کې بېرته ستنول کیږي‌ دا د ټولو منل شویو پروتوکولونو خلاف کار دی."

ځو ورځې مخکې په هرات کې ځینو کورنیو ادعا وکړه چې د ایران سرحدي ځواکونو یې شاوخوا ۵۰ عزیزان په سیند کې غورځولي چې ځینې یې ژغورل شوي، ځینې یې مړه شوي او ځینې لا هم تري تم دي.

د پنځو کسانو مړي د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. ډاکټران وايي‌چې دا کسان په اوبو غرق شوي‌ او مړه شوي دي.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی وټاکه چې په دې اړه پلټنې وکړي. ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي‌ چې هغه به خپله دا پلټنه څاري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا پېښه غندلې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده. د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په خپل ټوېټر کې لیکلي: "له کډوالو سره د ایران د بې رحمانه چلند په اړه چې په راپور کې ادعا شوې، وحشتناک دی، موږ په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو ننګه کوو."

د هرات والي‌ سید وحید قتالي وايي‌ چې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د پلټنو لپاره سیمې ته تللی او افغان حکومت به په دې اړه ژر خپل دریځ‌ اعلان کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د یکشنبې په ورځ دا ادعاوې رد کړې او وویل چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې ده.

دا مهال په ایران کې سلګونه زره افغانان د کډوالۍ ژوند کوي او ډېر نور ایران ته د کار او مزدورۍ لپاره په قانوني او ناقانونه لارو ځي.