د قزاقستان په ناارامیو کې لږ تر لږه ۱۶۴کسان وژل شوي

محلي رسنیو د یکشنبې په ورځ جنورۍ نهمه (مرغومي ۱۹) د قزاقستان د روغتیا وزارت په وینا رپوټ ورکړی چې ددې هیواد په اعتراضونو او ناارامیو کې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژل شوي دي.

رپوټونه وایي ددې جملې څخه یواځې په پلازمینه الماتای ښار کې ۱۰۳ تنه د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ په سختو نښتو کې وژل شوي دي.

د مړینو دغه نوې شمیرې تر هغو شمیرو خورا لوړې دي چې دمخه چارواکو ویلي وو چې ۲۶ «وسله وال جنایتکاران» او ۱۶ امنیتي ځواکونو په نښتو کې وژل شوي دي.

د قزاقستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې په مجموعي توګه ۵۸۰۰ کسان د ناارامیو په اړوند د سوال ځواب په مقصد نیول شوي دي.

د قزاقستان د ولسمشر قاسم جمارت تقایف دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «حالات نورمال شوي دي».

ښاغلي تقایف د جنورۍ په اوومه (مرغومي ۱۷) په یوه تلویزیوني وینا کې د خونړیو مظاهرو د پای ته رسیدو په هڅه کې ددې هیواد امنیتي ځواکونو ته امر کړی و تر څو هغه کسان چې په ناارامیو کې لاس لري "له خبرداري پرته په ډزو" ووژني.

د قراقستان محلي رسنیو ددې هیواد د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې پدغو اعتراضونو کې ملکیتونو ته څه دپاسه ۱۹۹ میلیون ډالر زیان رسیدلی دی. په څه دپاسه ۱۰۰ سوداګریو او بانکونو بریدونه شوي او لوټ شوي دي. ددې وزارت په وینا همداشان ۴۰۰ موټر ویجاړ شوي دي.

د فرانس پرس اژانس وایي په پلازمینه الماتای ښار کې په داسې حال کې نسبې ارامي رامنځته شوې چې پولیسو د ښار مرکزي چوک ته د خلکو د ورتګ د مخنیوي لپاره هوایي ډزې کړې دي.

قزاقستان د شنبې په ورځ ددې هیواد د امنیت رئیس د خیانت په تور نیولی دی. همداشان د رپوټونو له مخې ددې هیواد پخوانی صدراعظم او د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف نژدې متحد کریم ماسمیوف هم نیول شوی دی. ددې هیواد د کورني استخباراتو د ادارې په وینا ښاغلي ماسیموف د خیانت په تور نیول شوی دی.

۵۶ کلن ماسیموف د تیرې چهارشنبې په ورځ د اعتراضونو په اوج کې د ولسمشر له خوا د دندې ګوښه کړای شو. د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت تقایف همداشان د هیواد د امنیت د شورا مشري هم پخپله اخیستې د، ددې شورا مشري پخواني ولسمشر نظربایف کوله.

څیړونکي وایي ددغو نیونو او ګوښه کونو څخه داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د واک پر سر مبارزه هم روانه ده. قراقستان ۱۹ میلیون نفوس لري او د انرژۍ پر منابعو بډای هیواد دی.

په قزاقستان کې مظاهرې تیره اونۍ د تیلو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې ددې هیواد په لویدیځو څنډو کې پیل شوې. دغه مظاهرې ډیر ژر ټول هیواد ته پراخې شوې.

سیاسي څیړونکي وایي چې ددې مظاهرو سرعت د خلکو خپګان او نه رضایتي څرګندوي چې د ۱۹۹۱ کال راهیسې چې د پخواني شوروي اتحاد نه یې خپلواکي ترلاسه کړې تر اوسه د یو مطلقه نظام لاندې ژوند کوي.