د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پاکستان کې مظاهره کونکو ته خبردارې ورکړیدی چې حکومت دیته نه مجبوروي چې سخت اقدامات وکړي او په ټولنیزو رسنیو د هغه وینا ته بیل بیل غبرگون ښودل شوی.
ښاغلي خان دغه خبرداری هغو مظاهره کونکو ته ورکړیدی چې په پاکستان کې سترې محکمې د یوې عیسویي ښځې اسیه بي بي د ازادولو امر وکړ. په هغې په ٢٠٠٩ کال کې دین د سپکاوي تور لگیدلی و او د پاکستان یوې محکمې ورته د اعدام سزا اورولي وه.
د اسیې بي بي د قضیې د ملاتړ له کبله په پاکستان کې دوه سیاسي مشران، یو د پنجاب گورنر سلمان تاثیر په ٢٠١١ کال کې د هغه خپل امنیت ساتونکي ممتاز قادري وواژه او بل د مذهبي اقلیتون وزیر شهباز بټي هم په کال ٢0١١ کې ووژل شو.
عمران خان مظاهره کونکي یوه کوچنۍ ډله وبلله. هغه وویل "یوې "وړې طبقي" د سترې محکمې فېصلې ته چې کوم ډول ردعمل وکړو، د پوځ مشر او د قاضیانو خلاف یې کوم ډول الفاظ استعمال کړل دا د منلو وړ نه دي."
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د یوې مذهبي ډلې تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین پلویانو مظاهرې پیل کړیدی.
مظاهرچیانو کې ځینو د پوځ لوی درستیز او قاضی القضا ته د بدو عواقبو اخطارونه ورکړیدي.
د عمران خان وینا ته غبرگون
د عمران خان وینا ته په ټولنیزو رسینو سمدستي غبرگون وښودل شو او د هغه ځینو سیاسي مخالفینو هم د هغه کلک دریځ وستایو.
د سترې محکمې د فېصلې وروسته د عمران خان ملت ته وینا ځکه هم مهمه گڼل کیږي چې په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوې مسله ډیره جدي بلل کیږي او اکثر سیاسي مشران پدی مسله د څرگندونو نه ډډه کوي.
د پاکستان د جیو ټلویژن خبریال طلعت حسین ولیکل
Amazing! PM Imran Khan has chosen to tell the whole nation what the national media has been leaving out of its coverage through out the day— protestors slogans against the Army Chief and the Chief Justice!
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) October 31, 2018
"عمران خان پخپله وینا کې ملت ته هغه څه څرگند کړل چې د پاکستان مطبوعاتو خلکو ته نه ویل، هغه د پوځ د لوی درستیز او د قاضي القضا ضد د مظاهرکونکو ویناگانې دي."
خبریال مبشر زیدي د عمران خان ملت ته وینا پدی الفاظو وستایله.
This #PMIKAddress was what Jinnah envisaged for Pakistan. It took us seventy years to reconcile with his vision and @ImranKhanPTI said it categorically
— Mubashir Zaidi (@Xadeejournalist) October 31, 2018
"د عمران خان وینا هغه څه دي چې محمد علي جناح د پاکستان لپاره غوښتل. دغه اویا کلونه وخت واخیست ترڅو مونږ د خپل نظریې سره روغه وکړو."
په ټویټر زیاتره کسانو د عمران خان د دریځ ملاتړ وکړ خو بیا ځینو اسیه بي بي د مذهب د سپکاوې مسوله وبلله.
د جیو نیوز خبریال انصار عباسي په خپل ټویټر ولیکل چې پکار ده د عمران خان حکومت د سترې محکمې د پریکړې ضد د بیا نظر کتنې خواست وکړي. هغه وویل چې د مظاهرهکونکو اندیښنې پر ځای دي.