پولنډ: روسیې ساخت میزایل زموږ په خاوره لګیدلی او دوه کسان یې وژلي

پولنډ د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) سهار وختي وویل چې د روسیې ساخت یو میزایل د هغه هیواد پر ختیځو برخو لګیدلی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه د ناټو د یو غړي هیواد پر خاوره روسي راکټونه لګیږي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي دا برید د جګړې "د پام وړ زیاتوالی" بللی دی.

بلخوا د پولنډ صدراعظم ماتئوش موراویسکي ویلي دي چې حکومت یې په دې اړه څیړنې پیل کړي او د خپل پوځ چمتوالی یې زیات کړی دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا میزایل په روسیه کې جوړ شوي دي. خو د هغه هیواد ولسمشر اندرې ډوډا راکټونو د منشا په اړه په محتاط ډول ویلي چې چارواکي په پریکنده ډول نه پوهیږي چې دا راکټونه چا توغولي او یا هم له کومه ځایه توغول شوي دي.

هغه وویل "ډیر احتمال" لري‌ چې راکټونه د روسیې ساخت وي خو اوس د تائید په حال کې دي. نوموړي زیاته کړه: "موږ په حوصلې سره اقدام کوو. دا یو ستونزمن وضعیت دی."

غبرګونونه

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر بایډن به د چهار شنبې په ورځ د جي-۷ یا اوو ستر صنعتي هیوادونو له مشرانو سره د پولنډ پر خاوره د راکټي برید له امله بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دا بیړنۍ غونډه به د اندونیزیا په بالي ټاپو کې چیرې چې د جي اوه هیوادونو مشران راغونډ شوي، ترسره شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ماښام پر یو ټویټ ولیکل چې د پولنډ له ولسمشر انډرې ډوډا سره یې په خبرو کې د هغه هیواد په ختیځه برخه کې د دوو کسانو د وژل کیدو په اړه خواشیني ښودلې او د چاودنې په اړه یې د پولنډ د څیړنو څخه بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

بایډن زیاته کړې:" موږ به په نږدې تماس کې ووسو څو په ادامه کې راتلونکي ګامونه په مناسبت شکل تعین کړو."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهار شنبې په وروستیو کې د متحدینو د استازو د یوې بیړنۍ غونډۍ د جوړیدو غوښتنه کړې څو د اوکراین پولې ته نږدې د پولنډ په خاوره کې دا پيښه وڅیړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ناټو د غړي هیواد پولنډ پر خاروه د توغندي د لګیدو له امله د دوو کسانو تر وژل کیدو وروسته خبرداری ورکړ، دا "ډیره مهمه" ده چې د اوکراین په جګړه کې د تاوتریخوالو د زیاتیدو مخنیوی وشي.

د ښاغلي ګوتیرش ویاند فرهان حق څرګنده کړې:"د ملګرو ملتونو سرمنشي د پولند پر خاوره د یو مزایل د لګیدو په راپورونو ډیر اندیښمن دی."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۶ د اوکراین د وضعیت په اړه غونډه کوي خو دا غونډه له وړاندې پلان شوې وه او د پولنډ پر خاوره د برید په اړه به هم بحث وشي.

د پولنډ له خوا د څیړنو پیل

پولنډ او ناټو په خپلو بیانیو کې دا څرګنده کړې چې حد اقل د اوس لپاره داسې نه ګڼي چې د میزایلو انفجار د روسیې یو برید دی.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت د اوکراین - پولنډ پولې ته نږدې پر اهدافو بریدونه رد کړي او په یوې بیانیه کې یې زیاته کړې چې د احتمالي خساراتو له تصاویرو ښکاري چې رامنځ ته شوي زیانونه له روسي وسلو سره هیڅ روبط نلري.

د پولنډ حکومت ویلي دي چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سفیر ورغوښتی او له هغه څخه یې په دې اړه د عاجل وضاحت غوښتنه کړېده.

د پولنډ پر خاوره دغه توغندي په داسې حال کې لګیږي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تر دې وړاندې په مختلفو مجالسو کې ویلي دي چې که پر متحدو ایالتونو او د ناټو پر متحدینو برید وشي، هغوی به د خپلې خاورې له هر انچ څخه دفاع وکړي.

ښاغلي بایډن د سپټمبر ۳۰ په سپینې ماڼۍ کې وویل:" پوتین موږ نشي ډارولی.امریکا په بشپړه توګه چمتو ده چې زموږ د ناټو متحدینو سره د ناټو د خاورې د هر انچه دفاع وکړي."

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) پر یو شمیر ایراني او روسي څیرو او بنسټونو، د اوکراین په جګړه کې له روسیې څخه د ملاتړ له امله، بندیزونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو د ایران د هغو کمپنیو په ګډون چې بې پیلوته الوتکې یې تولید او روسیې ته لیږدولي دي، پر دریو ایراني بنسټونو بندیزونه لګولي‌ دي.