ننګرهار کې له پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د انځور سرچینه: د افغانستان د کتلوي معافیت دفتر

په جلال اباد کې د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځنې په پار ځینې زده کوونکي او ښوونکي هم رابلل شوي وو چې په خپلو ښوونځیو او کورونو کې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین لپاره عامه پوهاوی وکړي.

ننګرهار کې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر جان محمد وايي چې د دې غونډې او نمانځنې له لارې غواړي چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په دغه برخه کې د شته خطرونو په اړه ولس پوه شي.

هغه وویل: "... زموږ هدف دا دی چې خلکو ته پېغام ورکړو چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې باید کورنۍ خپل ماشومان واکسینو ته راوباسي تر څو ټولو ماشومانو ته کور په کور واکسین ورسېږي".

د ننګرهار د پوهنې رئیس عبدالحسیب شینواری بیا وايي چې په ټولو ښوونځیو کې یې ښوونکي ګمارلي دي تر څو زده کوونکو ته د واکسینو په اړه عامه پوهاوی وکړي.

ښاغلي شینواري وویل: "موږ په ټولو ښوونځیو کې زده کوونکي او ښوونکي ګمارلي دي چې تر څو د واکسینو په اړه خلکو ته پوهاوی وکړي او دا چاره مونږ خپله دنده بولو".

په دې پروګرام کې د ولسوالیو په کچه د ګوزڼ د واکسین د عامه پوهاوي ښځینه غړو هم برخه لرله، او ژمنه یې وکړه چې په کورونو او کلیو کې به کلیوالو ته د کوزڼ واکسین په اړه پوهاوی وکړي.

فرخنده نوري، د بهسودو ولسوالۍ لپاره د پولیو واکسین د عامه پوهاوي غړې، وویل: "زموږ په ټولنه کې ښځې دي چې د هغوی د بېغورۍ له امله ماشومان له واکسینو پاتې کېږي، موږ دغو ښځو ته پوهاوی کوو چې خپل ماشومان واکسین کړي".

د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴ (د لړم دریمه) نېټه نمانځل کېږي تر څو د پولیو د خطرونو او د دې مریضۍ څخه د ماشومانو د ساتنې پر مسلو خبرې وشي، تر څو د حل لارې ورته ولټول شي.