افغانستان کې د پوليو د پېښو شمېر ۱۹ او پاکستان کې ۱۸ ته رسېدلی

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ماشوم د ګوزڼ ( پوليو ويروس) وهلی دی، چې په دې سره په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې تېره اګست مياشت يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې دي.

بل خوا په پاکستان کې د روغتيا ملي ادارې ويلي چې د سپټمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) د بلوچستان په کوټه ښار کې د پولیو ویروس یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ يو دوه کلن ماشوم اخته کیدل تائیدشوي دي چې دا ډول په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو مثبتې پېښې ۱۸ ته ورسېدې.

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره پنځه ورځنی کمپاين د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) پیل شوی دی. د پاکستان د روغتيا وزارت ويلي وو چې د دغه کمپاين هدف د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو څه باندې ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول دي.

ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د سپټمبر په روانه میاشت کې چې د ماشومانو د کوزڼ ویرس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د کمپاین د پلي کیدو د بڼې په سر د طابانو د حکومت د مخالفت له امله تراوسه لا نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلیدو لپاره کومه نوې نیټه نه ده ټاکل شوې.

د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام وايي چې سږ کال تر اوسه ۱۳ ماشومان په بلوچستان ايالت کې، دوه په سيند، يو په پنجاب ايالت او يو ماشوم په پلازمېنه اسلام اباد کې ګوزڼ وهلی دی.

په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

په پاکستان کې د روغتیا ملي اداره وايي چې ددغه هېواد د بېلا بېلو سيمو په ناپاکو اوبو کې يې تېره مياشت د پولیو ويروس ۳۰ محیطې نمونې موندلې دي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. روغتیاپالان ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

په افغانستان او پاکستان کې په پرلپسې توګه د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې.

د روغتيا ادارې وايي، د دې تر ټولو لوی لامل دا دی چې ځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، يا ځينې ماشومان له روغتياپالانو څخه د پوليو ضد کمپاين پر مهال پاتې کیږي.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.