په ننګرهار کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه ثبت شوه

ننګرهار کې د پولیسو د شپږمې مثبتې پېښې د ثبتیدو هم مهاله په افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو د واکسین تازه کمپاین پیل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په ننګرهار کې تازه د پولیو یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د پولیو د مخنیوي د ملي بیړني مرکز مشر، ډاکټر نیک ولي شاه مومن وویل، چې دا پیښه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ثبت شوې او په دې ناروغۍ اخته ماشوم ۱۲ کاله عمر لري.

دا د روان کال له پیل راهیسې په ننګرهار کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه ده. تر دې مخکې د دغه ولایت په بټي کوټ، کوټ، نازیانو، بهسودو او دوربابا ولسوالیو کې پنځه ماشومان په پولیو اخته شوي وو. د چارواکو د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه یوې نجلۍ چې په پوليو په ناروغۍ اخته شوې وه، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ښاغلي مومن د پولیو د نویو پېښو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: "واکسین بسنه نه کوي او د دې روټین د پیاوړتیا لپاره باید زیات کار وشي، خلک باید لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د روغتیا ساتنې اسانتیاوو ته پوره لاسرسی ولري او د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه هم ونیول شي."

د روغتیايي چارواکو په وینا، داسې اندېښنه شته چې د پولیو د پېښو له زیاتېدو سره به دغه ناروغي د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېږي. له همدې امله هرڅوک هڅه کوي چې په ختیځ زون کې د څارنې کچه لوړه کړي او ټول ماشومان واکسین شي ترڅو د پولیو ویروس د ژوندي پاتې کیدو لپاره هیڅ تشه پاتې نشي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۵ په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۰ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

پوليو يوه وژونکې ويروسي ناروغي ده چې هيڅ علاج نه لري او له دې ناروغۍ سره د مبارزې يوازينۍ لار له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو ژغورل دي چې د واکسين په تطبيق سره ترلاسه کېږي.