د لاس رسي وړ اتصالات

ګوزڼ وهلي له کړاوونو ډک ژوند تېروي


د کندهار ولایت اوسیدونکی، ۱۲ کلن نقیب الله چې ماشومتوب کې ګوزڼ وهلی
د کندهار ولایت اوسیدونکی، ۱۲ کلن نقیب الله چې ماشومتوب کې ګوزڼ وهلی

د افغانستان د جنوب ځېنې ولایتونه څو کاله وړاندې د پولیو مرکزي سیمې بلل کېدې او هغه ماشومان چې کلونه وړاندې ګوزڼ وهلي وو، اوس تنکي ځوانان دي او له کړاوونو ‌ډک ژوند تېروي.

د دغو تنکیو ځوانانو په ډله کې یو هم د کندهار ولایت اوسیدونکی، ۱۲ کلن نقیب الله دی.

د نقیب الله پلار حاجي محمد قسیم وایي چې پخوا ېې د پولیو ضد واکسن په اړه زیات معلومات نه درلود، خو له هغه وروسته چې د دوی زوی په ګوزڼ ناروغۍ اخته شو، خپل ټول ماشومان واکسینوي.

ښاغلی محمد قسیم، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا موږ خپل ماشومان تر پنځه کلنۍ نه واکسینول، له همدې کبله ۱۲ کاله وړاندې زما زوی نقیب الله دپولیو په ناروغۍ اخته شو. اوس د هغه لاسونه او پښې کار نکوي، او پالنه ېې د کورنۍ د نورو غړو په غاړه ده.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې باید خپل مسؤولیت وپیژني او د واکسین په کولو سره خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

بل لوري ته، د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې لا هم یو شمېر ماشومان د کورنیو د بې پروایي له امله له واکسین څخه پاتې کیږي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”کورنۍ باید خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو کې د واکسین لپاره واکسیناتورانو ته راوکاږي، او که چیرې له واکسین څخه پاتې کیږي باید هغوی په روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې کورنۍ د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې بې غوري ونکړي، ډیړ ژر به د پولیو ناروغۍ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

روغتیا پالان وایي چې په افغانستان کې له کلونو مبارزې وروسته، ګڼ‌ شمېر سیمې له پولیو ویروس څخه پاکې شوي، خو په وروستی یوه میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د یادې ناروغۍ د پرله پسې مثبتو پېښو رامنځته کیدوو بیا دا اندېښنه راپورته کړې چې ښایي له ویروس څخه پاکې سیمې یو ځل بیا ککړې شي.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ په ډېرې چټکۍ سره د خپریدو وړتیا لري، له همدې کبله باید ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د یادې ناروغۍ په وړاندې واکسین او وقایه شي.

XS
SM
MD
LG