په خوست کې د پولیو ضد سلګونه مبليغين له دندو کوښه شوي دي

د خوست يو شمېر خلکو له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو غوښتي دي، چې د ګوزڼ ضد واکسين پر اهميت او د پوليو ويروس د خطر په اړه په کيدونکي عامه پوهاوي کې خپل رسالت ادا کړي.

په داسې حال کې چې تېره مياشت د ګوزڼ په هکله مبليغين د بوديجې د کمښت له کبله له دندو لېرې شوي، يو شمېر خلک له ديني او مذهبي مشرانو او مدني فعالانونه په دې برخه کې د عامه پوهاوي غوښتنه لري.

د دې ولايت اوسېدونکی عزيزالله وايي چې هغوی دې پرته له کوم امتيازه د واکسين د اهميت په اړه د روغتيا برخې له مسؤلينو سره مرسته وکړي، ځکه د ده په وينا د ټولنې هر وګړی په دې برخه کې مسووليت لري.

هغه امریکا غږ ته وویل: "په لېرې پرتو سيمو کې ولسي بانفوذه مشرانو په ځانګړي ډول ديني عالمانو ته په کار ده چې د جوماتونو د ممبر له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو خلک خپلو ماشومانو ته په خپل وخت واکسين ورکړو."

ديني عالم محمد عارف وايي له دې کبله چې ګوزڼ يا په ماشومانو کې د فلج ناروغي تر اوسه علاج نه لري، د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو اړخونو مشترک مسؤليت دی.

هغه وویل: "الله په قرانکريم فرمايي چې انسان نه دی مکلف بلکې د خپل توان په اندازه. همداسې بل ځای قرانکريم کې فرمايي څوک چې چا د مرګ نه وژغوره، داسې الله ورباندې خوشحاليږي لکه د ټولې دنيا مخلوقات يې چې له مرګ نه ژغورلي وي. "

په افغانستان کې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق د پوليو پروګرام ددې ولايت په عليشېر او تريزايي، سپېره او ګربزو ولسواليو کې ۲۰۹ مبليغين، چې خلکو ته يې د پوليو ويروس د خطر او د واکسين د اهميت په اړه په کليو بانډو کې معلومات ورکول، د بوديجې د کمښت له کبله له دندو کوښه کړې دې.

که څه هم د ګوزڼ ضد واکسين د اهميت په اړه د خلکو پوهه زياته شوې، خو يو شمېر کسان د لازمو معلوماتو د نه درلودو له وجهې لا هم د عقيدوي مسائلو پراساس له دغه واکسين سره مخالفت ښيي.

د روغتيا پالانو ټينګار دا دی چې په بشپړ ډول د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کماپن پرمهال هيڅ ماشوم د پوليو له واکسين پاتې نشي.