د پولیو ضد مبارزه کې د نړیوالو بنسټونو مرسته اغیزناکه ده- د فراه اوسیدونکي

په فراه ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د فراه ولایت یو شمېر اوسیدونکي او روغتیا پالان د پولیو ضد مبارزه کې د نړیوالو بنسټونو مرسته اغیزناکه بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.

دوی ګوزڼ د خطرناکې ناروغۍ په توګه یادوي او د له منځه وړلو لپاره یې د کورنیو روغتیایي ادارو د هلو ځلو تر څنګ، د نړیوالو بنسټونو د مرستو په دوام ټینګار کوي.

د فراه ولایت یو تن اوسیدونکي، فضل احمد، امریکا غږ ته وویل: ”دا د خوښۍ ځای دی چې مرستندویه نړیواله بنسټونه له ګوزڼ څخه د ماشومانو د ژغورلو په برخه کی له موږ سره مرسته کوي. مونږ له دې ډول مرستو خوښ یو او د دوام غوښتنه یې کوو، ځکه ښایي په دریدو سره یې زموږ د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.“

د فراه ولایت بل اوسیدونکي‌، حمیدالله رحمت، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”د دغو مرستو دوام واقعاً اړین دی، تر څو په افغانستان کې پولیو ناروغي په بشپړه توکه له منځه ولاړه شي. موږ باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړو او خپل ماشومان واکسین کړو، تر څو له معلولیت څخه خوندي پاتې شي.“

بل لوري ته، د فراه روغتیایي مسؤولین هم د پولیو په له منځه وړلو کی د نړیوالو بنسټونو له مرستې یادونه کوي او هغه ګټورې ارزوي.

د فراه د عامې‌ روغتیا ریاست د کتلوي‌ معافیت آمر، ډاکټر نجم الدین بشیري،‌ امریکا غږ ته وویل: ”د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف د پولیو ضد کمپاینونو او د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې زیاته مرسته کوي. یونیسف په تیر کمپاین کې ۴۴۶ تنه روغتیایي مبلغین په بیلابیلو ولسوالیو کې ګمارلي، تر څو کورنۍ د ماشومانو واکسین ته وهڅوي.“

روغتیا پالان د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د میندو او پلرونو اغیزناک رول ته په کتو سره له هغوی غواړي چې د دوه څاڅکو واکسین په ورکولو سره د خپلو ماشومانو ژوند وژغوري.