د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ناروغۍ ختمولو کې د ټولنې د ټولو قشرونو مبارزې ته اړتیا ده- روغتیايي ادارې


انځور: په زابل کې د ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
انځور: په زابل کې د ۲۰۲۳ کال د جنوري د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د روغتیا وزارت همکار نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډې مبارزې ته تر هر وخته زیاته اړتیا لیدل کیږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره چې په افغانستان کې هم د ماشومانو د ملاتر لپاره کار کوي، وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې باید د ټولنې ټول قشرونه پراخ ګډون او همکاري وکړي.

د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د رسنیو په مرسته د عامه پوهاوي لړۍ ته دوام ورکوو، او په پام کې لرو چې د سپورټي لوبو له لارې ځوانان وهڅوو چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې له موږ سره همکاري وکړي.“

د نوموړي په وینا، د پولیو ضد مبارزه یواځې د روغتیایي بنسټونو کار ندی، او د ټولنې بیلا بیل قشرونه، په ځانګړي ډول دیني عالمان پکې د پام وړ رول لوبولی شي، او یونیسف هڅه کوي چې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د دیني عالمانو شمېر زیات کړي، تر څو خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي.

بل لوري ته، یو شمېر کابل ښاریان هم د ګوزڼ ضد روانه مبارزه کې، په ځانګړي ډول د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د خلکو همکاري اړینه او ګټوره بولي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، ذکي، امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ په وړاندې مبارزه د یوې ادارې یا څو محدودو کسانو کار ندی، بلکه دا د لوستو ځوانانو، دیني عالمانو او رسنیو په ګډون د ټولو مسؤولیت دی چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.“

د یادونې وړ ده چې د پخوا په پرتله د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې، او له همدې‎ کبله اوس ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.

XS
SM
MD
LG