فراه کې لا هم یو شمېر میندې د پولیو ضد واکسین په اړه کافي معلومات نلري

د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین

د فراه ولایت واکسیناتوران وایي چې لا هم پدې ولایت کې یو شمېر میندې د پولیو ضد واکسین د ارزښت او ګټو په اړه کافي معلومات نلري.

دوی وایي چې د ماشومانو د واکسین په برخه کې میندې او پلرونه ګډ مسؤولیت لري، اما په افغاني ټولنه کې تر ډیره بریده دغه مسؤولیت د میندو په غاړه دی. له بده مرغه چې د پرله پسې عامه پوهاوي پروګرامونو سربیره، لا هم یو شمېر میندې د پولیو ضد واکسین په ګټو نه پوهیږي.

د فراه ولایت د واکسیناسیون د همغږي مسؤول، محمد قاسم بارک، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د میندو ناخبري د اندیښنې وړ ده. د دا ډول ناخبرۍ یو لامل بیسوادي، او بل علت یې په لیرې پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو نه ترسره کیدل بلل کیږي.“

د نوموړي په وینا، میندې او پلرونه برابر مسؤولیت لري چې د ګوزڼ په ګډون د ماشومتوب د دورې د ټولو ناروغیو په وړاندې خپل ماشومان واکسین او وقایه کړي.

بل لوري ته، د فراه ولایت یو شمیر ډاکټران له لوستو میندو غواړي چې د ماشومانو د روغتیاساتنې په موخه د پولیو ضد واکسین د ارزښت او ګټو په اړه، له نالوستو میندو سره معلومات شریک کړي.

په فراه ولایت کې د انتاني‌ ناروغیو متخصص، ډاکټر صالح محمد منصفي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”لوستې میندې باید نالوستې میندې وهڅوي چې د ګوزڼ په ګډون د ماشومانو د وژونکو ناروغیو په اړه وقایوي تدابیر ونیسي، او هغوی په ټاکلي وخت واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، په افغاني دودیزه ټولنه کې نارینه روغتیایي کارکوونکي او مبلغین نشي کولای چې میرمنو ته روغتیایي معلومات وړاندې کړي، نو تر ټولو غوره لار دا ده چې لوستې میرمنې پدې برخه کې د نالوستو میرمنو لاس نیوی وکړي، او له هغوی سره اړین روغتیایي معلومات شریک کړي.

روغتیا پالان وایي پولیو یوه ساري او ناعلاجه ناروغي ده، خو کورنۍ کولای شي په وړاندې یې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د دوو څاڅکو واکسین په واسطه وقایه کړي.