د لاس رسي وړ اتصالات

د باکیفیته کمپاینونو په ترسره کولو سره به د پولیو ویروس ګواښ نور هم ټیټ شي - یونیسف


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره وایي د باکیفیته کمپاینونو په ترسره کولو سره به د پولیو ویروس ګواښ نور هم ټیټ شي.

د یونیسف د مسؤولینو په وینا، په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی، او له امله یې د پولیو ویروس د ګواښ کچه راټیټه شوې.

په کابل کی د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”په تېر دوو کلونو کې د پولیو ضد مبارزه کې زیات پرمختګ شوی او د پولیو ویروس د ګواښ کچه راټیټه شوې. یواځې په ځینو محدودو سیمو کې لا هم ګواښ شته، چې د باکیفیته کمپاینونو په ترسره کولو سره له منځه تللی شي.“

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي پروګرامونه او کور په کور واکسین خورا زیات ګټور دي او باید دوام ومومي. همدارنګه باید خلک خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو د یادې ناروغۍ تغر له افغانستان څخه ټول شي.

ښاغلي سید زیاته کړه: ”که چیرې خلک په هر کمپاین کې خپل ماشومان و اکسین نکړي، نو له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته به د پولیو ویروس د انتقال بهیر ګړندی شي، او پدې توګه به د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.“

بل لوري ته، د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د افغانستان په ختیځ، جنوب ختیځ او جنوبی ولایتونو کې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د خلکو زیات تګ راتګ، د پولیو ویروس د انتقال لپاره زمینه برابره کړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”له کرښې ها خوا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پولیو ویروس شتون، او د افغانستان په ختیځ ولایتونو کونړ او ننګرهار کې د مثبتو محیطي سمپلونو شتون، لا هم په سیمه کې د پولیو ویروس په ګواښ دلالت کوي.“

که څه هم له ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ کومه پېښه نده تثبیت شوې، خو روغتیا پالان په ختیځه حوزه کې د مثبتو محیطي سمپلونو شتون ته په کتو سره، ټینګار کوي چې د پولیو ناروغي تر بشپړ له منځه وړلو پورې باید کمپاینونه دوام ومومي، او هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم باید د پولیو ضد واکسین له څاڅکو محروم نشي.

XS
SM
MD
LG