غزني کې د پولیو ضد کمپاین د نه ترسره کیدو په اړه د خلکو غبرګون

انځور: آرشیف

د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکو پدې ولایت کې د پولیو ضد کمپاین د نه ترسره کیدو په اړه غبرګون ښودلی او د کمپاین د ترسره کیدو غوښتنه یې کړې.

تېره اونۍ په ټول افغانستان کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین ترسره شو، خو ویل کیږي چې غزني ولایت پدې کمپاین کې شامل نه ؤ.

د غزني ولایت اوسیدونکي، احسان الله مخلص، امریکا غږ ته وویل: ”دا چې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین ترسره کیږي، او یواځې غزني ولایت ورڅخه پاتې کیږي، زما په اند دا د روغتیایي مسؤولینو بیغوري ده.“

نوموړی له روغتیایي چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دې په غزني ولایت کې هم کمپاین ترسره کړي، تر څو د دوی ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

د غزني ولایت اوسیدونکې، زرمینه، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”له بده مرغه دا ځل په غزني ولایت کې کمپاین ندی ترسره شوی، او چا یې موږ ته دلیل هم ندی ویلی. زه له اړوندو مسؤولینو غواړم چې زموږ د ماشومانو واکسین دې پاملرنه وکړي.“

د غزني ښار اوسیدونکې، روهینا، بیا وایي: ”د دې لپاره چې ماشومان د ګوزڼ له ناعلاجه ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي، باید هرومرو واکسین شي. روغتیایي چارواکي باید غزني کې هم د نورو ولایتونو په شان کمپاین ترسره کړي.“

بل لوري ته، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل، وایي چې له چمتوالي وروسته به ډیر ژر په غزني ولایت کې د پولیو ضد کمپاین ترسره شي.

ښاغلي امرخیل، امریکا غږ ته وویل: په ټول افغانستان کې سرتاسري کمپاین ترسره شو، خو په غزني او هلمند ولایتونو کې د لازیاتې همغږۍ او د آسانتیاوو د برابرولو په خاطر وځنډید، چې راتلونکې اونۍ به ترسره شي، او د هدف وړ ماشومان به واکسین شي.“

د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې تېر کمپاین جومات په جومات تطبیق شوی ؤ، خو روغتیا پالان د کور په کور کمپاین په تطبیق ټینګار کوي.