هلمندیان لېرو پرتو سیمو کې د 'پولیو واکسین کمپاین غواړي'

انځور: آرشیف

د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکي د ګوزڼ ناروغۍ په اړه اندېښمن دي او له روغتیایي چارواکو غواړي چې ټولو لیرې پرتو سیمو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.

دوی وایي، په تېرو کلونو کې د هلمند په لیرې پرتو سیمو کې د بیلابیلو ستونزو له امله ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شوي، خو اوس د هغوی د واکسین لپاره ښه زمینه برابره شوې.

د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکي، عبدالله خان، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا د جګړو او د خلکو د پوهاوي د کچې د ټیټوالي له امله ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس چې جګړه نشته او خلک د واکسین په ګټو پوهیږي، باید د موسی کلا په ګډون ټولو ولسوالیو ته واکسین ورسول شي.“

د هلمند ولایت بل اوسیدونکی، محمد آصف، بیا وایي چې اوس د پولیو ضد مبارزې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او باید هڅه وشي چې تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین ورسیږي.

بل لوري ته، روغتیایي چارواکي ژمنه کوي چې دوی به ټولې لیرې پرتې سیمې د پولیو ضد واکسین تر پوښښ لاندې ونیسي او هغو ماشومانو ته به واکسین ورسوي چې له کلونو راهیسې له واکسین څخه محروم پاتې شوي.

پلازمینه کابل کی د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د له منځه وړلو پروګرام هڅه کوﻱ چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین ورسوي.

نوموړی له کورنیو غواړي چې له دې موقع څخه ګټه پورته کړي او په کمپاینونو کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسیناتورانو ته حاضر کړي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

روغتیا پالان وایي چې ګوزڼ ناروغي درملنه نلري او د مخنیوي یواځنۍ لاره یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق ده.