هلمند کې ګڼ شمېر ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي

هلمند ولایت کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤولین وایي چې په دې ولایت کې په ترسره شوي کمپاین کې ۳۵۰۰۰۰ تنه ماشومان د بیلابیلو عواملو له امله د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي.

دوی له کورنیو غواړي چې د ګوزڼ په وړاندې د وقایې په موخه دې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د واکسین لپاره نږدې روغتیایي مرکزونو ته یوسي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر سهل احمدي امریکا غږ ته وویل: " موږ په ۱۸۲ کلسترونو کې د پولیو کمپاین ترسره کړ او هدف مو ۷۷۸۰۰۰ تنه ماشومانو ته واکسین رسول و، خو یواځې په دې وتوانیدو چې ۴۲۱۷۵۰ تنه ماشومانو ته رسیدګي وکړو."

ډاکټر احمدي زیاته کړه، نږدې ۳۵۰۰۰۰ تنه ماشومان د بیلابیلو لاملونو له کبله له واکسین څخه پاتې شوي.

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې ټولو د هدف وړ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي، که هغه د کور په کور کمپاین له لارې وې او یا د جومات په جومات کمپاین له لارې وي.

بل لوري ته، د هلمند یو شمېر اوسیدونکي له چارواکو غواړي چې د واکسین د تطبیق په پروګرام کې دې داسې کسان وګمارل شي چې د عامه پوهاوي په برخه کې لازمه وړتیا ولري.

د هلمند یو تن اوسیدونکي رحیم الله امریکا غږ وویل: " د پولیو ضد واکسین د تطبیق په پروګرام کې باید داسې کسان پر دندو وګمارل شي چې د ټولنې په ژبه پوه وي او وکولی شي چې کورنۍ د پولیو واکسین په ګټو وپوهوي."

سره له دې چې ډیری کورنۍ تر هر ماشوم پورې د واکسین د رسولو لپاره د کور په کور کمپاین غوښتنه لري، خو تېره اونۍ په هلمند او یو شمېر نورو سویلي ولایتونو کې یو ځل بیا د پخوا په شان جومات په جومات کمپاین وشو.

د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.