د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو زیاتوالی

انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې چې په لېرې پرتو سیمو کې به د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي.

د دوی په وینا په دې توګه به خلک د واکسین په ارزښت پوه شي او په هیواد کې به د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

دوی وایي چې په هغو سیمو کې چې کورنۍ نشي کولی خپل ماشومان روغتیایي مرکزونو او یا هم جوماتونه ته یوسي، کور په کور واکسین تطبیق شي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول نیک ولي شاه مومن وایي چې دیني عالمان او قومي مشران به هم د پولیو واکسین د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې له روغتیایي ټیمونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي مومن امریکا غږ ته وویل: " موږ له سمیه ایزو خلکو، قومي مشرانو او ملا امامانو څخه د عامه پوهاوي په پرواګرامونو کې د ګډون او همکارۍ غوښتنه کړې، تر څو د دوی په مرسته د خلکو پوښتنو او اندیښنو ته ځواب ووایو."

د کابل ښار د فرانسویانو روغتون د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمت الله هم د واکسیناسیون په کمپاینونو کې له روغتیایي ټیمونو سره د خلکو او کورنیو پراخه همکاري اړینه بولي.

ډاکټر عصمت الله په دې هکله امریکا غږ ته وویل: " څرنګه چې د پولیو ویروس په چټکۍ سره له یوه ماشوم څخه بل ماشوم ته سرایت کوي، نو کورنۍ باید د ماشومانو د واکسین په برخه کې له روغتیایي ټیمونو سره خپله همکاري ونسپموي. "

بل لوري ته د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د کابل سربیره دې د نورو ولایتونو د لرې پرتو سیمو ماشومانو ته هم کور په کور واکسین تطبیق شي.

د کابل ښار اوسیدونکي نادیه له روغتیایي چارواکو غواړي چې په ولایتونو کې دې هم د کابل په شان کور په کور واکسین تطبیق کړي، ځکه ډیری کورونه له جوماتونو څخه واټن لري او یا د ورځې له خوا نارینه له کورونو څخه بهر په کارونو بوخت وي او نشي کولی خپل ماشومان د واکسین لپاره جومات ته یوسي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

روغتیا پالان د ګوزڼ او تل پاتې معلولیت له رنځ څخه د ماشومانو د خلاصون یواځنۍ لاره د پولیو ضد واکسین بولي.