د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمیر کم شوی

عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

روغتیایي چارواکي وایي چې د افغانستان په کچه د هغو کورنیو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی چې پخوا ېې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوله.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز چارواکي وایي چې د تېر میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله سږ کال د افغانستان په کچه هغو کورنیو شمېر کم شوی چې پخوا ېې د بیلابیلو لاملونو له کبله خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوله.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: " له نیکه مرغه په هیواد کې د هغو ماشومانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی چې کورنیو ېې د پولیو پر وړاندې نه واکسینول."

د نوموړي په وینا، د تېر میلادي کال په لومړۍ ربع کې د دا ډول ماشومانو شمېر ۵۰۰۰۰ تنه ؤ، چې د سږ کال په لومړۍ ربع کې دغه شمېر ۲۸۰۰۰ ماشومانو ته راټیټ شوی.

ښاغلي مومن زیاته کړه، د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټوالی او د پولیو واکسین پر وړاندې ناسم تبلیغات هغه لاملونه دي چې لا هم ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوي.

بل لوري ته د کابل ولایت یو شمېر اوسیدونکي د پولیو واکسین پر وړاندې له ناسمو تبلیغاتو سر ټکوي او پدې باور دي چې دا ډول تبلیغات د ماشومانو ژوند ګواښي.

د کابل د خاک جبار ولسوالۍ اوسیدونکې عایشه امریکا غږ ته وویل: "زموږ په سیمه کې تل د پولیو واکسین په اړه منفی خبرې وې، چې زموږ پر کورنۍ ېې هم ناوړه اغیزه کړې وه."

د اغلې عایشه په وینا، هغې هیڅکله خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې ندي واکسین کړي او ټول ېې پرته له واکسین څخه لوی کړي، خو اوس چې د پولیو ناروغۍ په ګواښونو پوهیدلې په خپل دغه کار پښیمانه ده.

د یادونې وړ ده چې د کابل په ګډون د افغانستان په ځیني لرې پرتو سیمو کې لا هم یو شمېر کورنۍ د پولیو واکسین پر وړاندې د ناسمو تبلیغاتو او ناسمو تعبیرونو له امله خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوي.