کابل ښاریان د پولیو واکسین کمپاین ته ډېر رضاکاران غواړي

د ۲۰۲۲ کال در مارچ در میاشتې د ګوزڼ کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د کابل ځینې اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولایت د وګړو شمېر ته په کتو سره باید د پولیو واکسین د رضاکارانو شمېر زیات شي.

د کابل د دغو ښاریانو په وینا که د رضاکارانو په شمېر کې یو څه اندازه زیاتوالی راشي نو د دې ولایت ټولو سیمو ته به په منظم ډول د پولیو واکسین ورسیږي او د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښ کچه به راټیټه شي.

د کابل ښار اوسیدونکي، عمر امریکا غږ ته وویل: "موږ په ښاري سیمه کې ژوند کوو او د پولیو واکسین د رضاکارانو له راتګ څخه راضي یو."

د ښاغلي عمر په وینا په کابل کې لا هم داسې کورنۍ شته چې د رضاکارانو د شمیر د کمښت له امله یې یا ماشومانو ته په ډیر ځنډ واکسین رسیږي او یا هم له واکسین څخه پاتې کیږي.

نوموړی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د پولیو د واکسیناتوارنو په شمېر کې زیاتوالی راوړي تر څو ټولو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین ورسیږي.

د کابل ښار بل اوسیدونکي، میوند امریکا غږ ته وویل: "زه په کارته پروان سیمه کې د پولیو د رضاکار په توګه کار کوم، موږ بله ستونزه نلرو، یواځې کله ناکله نشو کولای د نفوس د زیاتوالي له امله ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوو."

د نوموړي په وینا په کابل کې د نفوس پراختیا او د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو ویرې، خلک د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي په اړه اندېښمن کړي.

ښاغلي میوند له روغتیایي مسؤولینو وغوښتل چې په کابل کې د پولیو کمپاین د ښه تطبیق لپاره دې د رضاکارانو شمېر زیات کړي، تر څو له یوه پلوه ماشومانو ته په وخت واکسین ورسیږي او له بله پلوه د رضاکارانو په کارونو کې یو څه آسانتیا رامنځته شي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول نیک ولي شاه مومن پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " د ټول هیواد په کچه ۷۰۰۰۰ تنه د پولیو رضاکاران، څارونکي او همغږي کوونکي پر دنده بوخت دي او ماشومانو ته واکسین تطبیقوي."

د نوموړي په وینا، اوس مهال یواځې په کابل کې نږدې ۱۰۰۰۰ تنه د پولیو رضاکاران او څارونکي کار کوي، تر څو د پولیو کمپاینونه په سمه توګه تطبیق شي.

په کابل کې د خلکو له لوري د پولیو د رضاکارانو د زیاتوالي غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې لا هم د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ځینې ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.