کابل ښاریان: د پولیو ضد واکسین د تطبیق په اړه د کورنیو پاملرنه زیاته شوې

یو ماشوم د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.

کابل کې یو شمېر میندې وایي چې د پخوا په پرتله د خپلو ماشومانو روغتیا، په ځانګړي ډول د دوی د پولیو ضد واکسین تطبیق ته زیاته پاملرنه کوي.

پلازمینه کابل کې چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله له غوره روغتیایي خدمتونو څخه برخمن دی، یو شمېر میندې وایي چې دوی د بل هر وخت په پرتله اوس د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه زیاته کړې او په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسینوي.

د کابل ښار یوې اوسیدونکې، رخسار، امریکا غږ ته وویل: ”کله چې زه د ناروغیو په اړه اورم، یا ناروغه ماشومان وینم، نو د خپلو ماشومانو د خوارک او زده کړې ترڅنګ د دوی روغتیا او په ځانګړي ډول د واکسین تطبیق ته جدي پاملرنه کوم، ځکه د دوی روغتیا راته تر هر څه لومړیتوب لري.“

بل پلو د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز چارواکي هم دا تاییدوي چې د پخوا په پرتله ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق په اړه د میندو پاملرنه زیاته شوې، او دا کار د دې لامل شوی چې د پولیو ضد کمپاینونه غوره پایلې ولري.

کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول ډاکټر نیک ولی شاه مومن امریکا غږ ته وویل: ”پخوا ګڼ شمېر میندو او پلرونو د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه اړین پوهاوی نه درلود، خو اوس چې د دوی د معلوماتو کچه لوړه شوې، موږ په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو.“

د نوموړي په وینا، دوی توانیدلي چې په تېر یو کال کې درې نیم میلیونه هغو ماشومانو ته چې پخوا له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدل، د پولیو ضد واکسین ورسوي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”موږ د قومي مشرانو، دیني عالمانو، استادانو، ټولنیزو رسنیو او نورو رسنیو په همکاري د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوو او پدې توګه کورنۍ د ماشومانو واکسینولو ته رابولو.“

له کابل هاخوا د هېواد په ځینو نورو سیمو کې لاهم اندیښنې موجودې دي چې میندې او پلرونو د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه نه کوي، او همدا لامل دی چې ماشومان ېې د نورو ویروسي ناروغیو تر څنګ د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره هم مخ دي.