'پاکستان کې د پوليو د پېښو زیاتوالی افغان ماشومانو ته یو ستر ګواښ دی'

انځور: آرشیف

د افغانستان د سویلي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایې چې پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د پېښو زیاتوالی د افغانستان د ماشومانو د روغتیا په وړاندې هم ستر ګواښ بلل کیږي.‌

د یادې حوزې د روغتیايي مسؤولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ هره ورځ‌ د ماشومانو په ګډون کابو ۱۵۰۰۰کسان تګ راتګ کوي چې د پولیو وېروس د لیږد ګواښ له ځانه سره لري او پدې برخه کې د دواړو هیوادونو ګډ کار او نه ستړې کیدونکو هڅو ته اړتیا ده.

دوی یادونه کوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته رسیدلی، چې ډیری پېښې یې په بلوچستان ایالت کې ثبت شوي چې د افغانستان له سویلي ولایتونو سره ګډه پوله لري.

د افغانستان د سویلي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”له پاکستان څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د لیږد ګواښ تل د دواړو هیوادونو تر منځ د همغږۍ د ټیمونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په ګډو ناستو کې تر بحث لاندي نیول کیږي.“

د نوموړي په وینا، د دواړو هیوادونو د پولیو د له منځه وړلو د همغږۍ ټیمونه هره میاشت یا دوې میاشتې وروسته انلاین ناستې ترسره کوي او د پولې دواړو خواوو ته د پولیو په تړاو د ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

ښاغلي پتیال زیاته کړه: ”موږ د سویلي حوزې سرحدي سیمو ته جدي پاملرنه کوو، او له همدې کبله مو هلته د پولیو ضد واکسین ټیمونه ګمارلي، تر څو افغانستان ته د راتلونکو کورنیو ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.“

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، په سویلي حوزه کې د چمن او سپین بولدک سربیره، د زابل د شملزو او د هلمند د دېشو ولسوالیو له لارې هم هره ورځ ګڼ شمير خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ را تګ کوي، چې د شملزو ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د پولیو ضد واکسین ټيمونه شتون لري او د دېشو ولسوالۍ ټيمونه به هم په نږدې راتلونکي کې خپل فعالیت پيل کړي.