د افغانستان له ختیځ څخه نورو سیمو ته د پولیو د انتقال احتمال شته- روغتیایي مسؤلین

د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤلین وایي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو د مثبتو پېښو شتون، د هيواد نورو برخو ته د یادې ناروغۍ د خپریدو احتمال زیات کړی.

د روغتیايي مسوؤلینو په وینا، د هوا د تودوخې او په ننګرهار ولایت کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو د ثبتیدو له امله، د افغانستان په جنوبي حوزه کې د یادې ناروغۍ د خپریدو احتمال زیات شوی دی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤل ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "په جنوبي ولایتونو کې د هوا په تودېدو سره د پولیو ویروس د انتقال احتمال زیاتیږي. موږ پلان لرو چې په یاده حوزه کې د افغانستان د نورو سیمو په څېر د پولیو ویروس پلان شوي کمپاینونه ترسره کړو او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوو."

د نوموړي په وینا، تر ختیځې حوزې وروسته، سویلي حوزه د پولیو ویروس تر ګواښ لاندې سیمه بلل کیږي، ځکه دوی د ملي او فرعي کمپاینونو تر څنګ، د دې حوزې لپاره ځانګړي کمپاینونه په پام کې نیولي، او کورنۍ باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: "د شخصي او محیطي حفظ‌الصحې رعایتول او د باکیفیته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول د پولیو ویروس د خپریدو مخه نیسي، او موږ به په ښارونو او کلیو کي میشتو ماشومانو ته، د کمپاینونو، روغتیایي مرکزونو او د لویو لارو د موظفو ټیمونو په واسطه، د پولیو ضد واکسین تطبیق کړو. "

بل پلو، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره هم وايي چې د هوا په تودیدو سره د پولیو ویروس خپریدو امکان لوړیږي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: "د کال د نورو موسمونو په پرتله، په دوبي کې د پولیو ویروس د خپریدو چانس زیات وي، له همدې کبله د پولیو د له منځه وړلو پروګرام هڅه کوي چې په هر ترتیب سره چې کیږي د یادې ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وکړي."

د نوموړي په وینا، نړیوال روغتیایي بنسټونه له افغانستان سره د پولیو ضد واکسین د برابرولو تر څنګ، د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو، د پولیو ضد واکسین د ګټو او د شخصي او محیطي حفظ‌الصحې د رعایتولو په اړه، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې همکاري کوي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې ګوزڼ یوه ناعلاجه ناروغي ده، او د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.