کمپاینونه د ګوزڼ ویروس په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي - روغتیایي مسؤولین

د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د هر کمپاین په تطبیق سره د دې ویروس ګواښ کمیږي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د هر کمپاین په تطبیق او د هر ماشوم په واکسینولو سره د پولیو ناروغۍ ګواښ کمیږي او د له منځه وړلو چانس یې څو برابره زیاتیږي.“

د نوموړي په وینا، دوی دې ته چمتو دي چې د ټول هېواد په کچه پلان شوي کمپاینونه په ټاکلي وخت او په اغیزناک ډول ترسره کړي. دغه کمپاینونه به د افغانستان د نورو حوزو سربیره، په جنوب ختیځه حوزه کې هم پلي شي.

ښاغلی مومن زیاته کړه: ”موږ به د پولیو بشپړ له منځه وړلو د موخې د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان په ټولو حوزو کې د اغېزناکو کمپاینونو تطبیق ته کار وکړو او د عامه پوهاوي کچه به لا زیاته لوړه کړو.“

د نوموړي په وینا، د ختیځې حوزې لپاره ځانګړي کمپاینونه په پام کې نیول شوي، تر څو هلته د پولیو ناروغۍ د ګواښ کچه راټیټه شي.

بل لوري ته، په افغانستان کې د پولیو وروستیو پېښو د سوېل ختیځې حوزې یو شمېر اوسیدونکي اندېښمن کړي، او له چارواکو غواړي چې د پولیو ضد روانه مبارزه لا پیاوړې کړي.

د خوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي، خان الدین انیس، امریکا غږ ته وویل: ”زما په اند که چیرې له بیلابیلو لارو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي او د کمپاینونو کمیت او کیفیت کې سمون رامنځ ته شي، نو خامخا به د پولیو ویروس په کنټرول او مخنیوي کې ګټور تمام شي.“

د یادونې وړ ده چې په تېره میلادي میاشت کې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ، کوټ، نازیان او بهسودو ولسوالیو کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي، چې د روغتیا پالانو او کورنیو اندیښنې یې راپارولي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د دغو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او د مخنیوي لپاره یې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی.