خوست کې د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر کم شوی

په میدان وردګ ولایت کې د مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پرمهال اخیستل شوی انځور

روغتیایي چارواکي وایي چې په خوست ولایت کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړوالي له امله د پولیو ضد واکسین د کمپاینونو پر وړاندې د کورنیو منفې غبرګونونه کم شوي.

د خوست روغتیایي مسؤولین وایي چې د یاد ولایت خلک د پولیو واکسین په تطبیق کې پراخه همکاري کوي او یواځې کم شمېر کورنۍ له واکسین سره مخالفت کوي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر ګل محمدالدین پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې ټولنیز حساسیت نشته او موږ پدې برخه کې کومه د پام وړ ستونزه نلرو“.

نوموړي زیاته کړه: ”لا هم ځینې داسې سیمې شته چې هلته د ګوتو په شمار کورنۍ له واکسین سره مخالفت کوي، خو زموږ د عامه پوهاوي ټیمونه په منظم ډول دغو کورنیو ته قناعت ورکوي“.

د ښاغلي ګل محمدالدین په وینا، د عامې روغتیا ریاست د پرله پسې هڅو او د دیني عالمانو او قومي مشرانو د همکارۍ له امله اوس په خوست کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او خلک له واکسین سره مخالفت نکوي.

بل لوري ته د خوست ولایت ځینې اوسیدونکي هم وایي چې اوس په دې ولایت کې د ګوزڼ واکسین په اړه د خلکو په ذهنیتونو کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او تل د واکسین هرکلی کوي.

یو شمېر خلک بیا د دغه پرمختګ لاملونه امنیت او ټیکاو بولي او وایي چې اوس هم واکسیناتوران او هم کورنۍ کولی شي چې پرته له کومې ستونزې او اندیښنی ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین تطبیق کړي.

د خوست یو تن اوسیدونکي، فیض‌الحق سرور امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ واکسین د تطبیق بهیر د پخوا په پرتله ښه شوی او ډیری کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي“.

د ښاغلي سرور په وینا، اوس دومره عامه ذهنیت جوړ شوی چې که واکسیناتوران یوې سیمې ته ولاړ هم نشي، خلک په شخصي لګښت خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیایي مرکزونه ته رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د پولیو ویروس تر ګواښ لاندې سیمه بلل کیږي او د عامه پوهاوي کموالي د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ټکني کړي او د دغې معلولونکې ناروغۍ د خپریدو لپاره ېې زمینه برابره کړې.

د یادونې وړ ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداره او د روغتیا نړیوال سازمان ډاډ ورکوي چې روان میلادي کال کې به په افغانستان کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره خپلې مرستې جاري وساتي.