د افغانستان خیتځ زون د پولیو له پلوه ګواښوونکې سیمه بلل کیږي - یونیسف

انځور: آرشیف

د یونیسف ادارې په وینا د افغانستان ختیځه حوزه د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د پولیو د نهو مثبتو محیطي سمپلونو د ثبت له امله،ګواښوونکې سیمه بلل کیږي.

د یونیسف اداره وایي چې لا هم د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ګواښ لوړ دی، او پدې وروستیو کې د مثبتو محیطي سمپلونو ګراف لوړ شوی او له همدې کبله په یاده حوزه کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی، تر څو د ماشومانو د معافیت کچه لوړه شي.

کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په ختیځ زون کې، په ځانګړې ډول ننګرهار او کونړ ولایتونو کې نهه مثبت محیطي سمپلونه راپور ورکول شوي، چې په یاده حوزه کې د پولیو ویروس په پراخه کچه شتون دلالت کوي.

د نوموړي په وینا، د همدې لپاره په ختیځه حوزه کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی، او د مارچ په میاشت کې به د ټول هېواد په کچه کمپاین ترسره شي، تر څو د مثبتو محیطي سمپلونو د ګواښ کچه راټیټه شي.

ښاغلي کمال شاه زیاته کړه: ”دمګرۍ د افغانستان د ختیځې حوزې ماشومان د پولیو ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. موږ له ټولو میندو او پلرونو غواړو چې په روان او راتلونکو کمپاینونو کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

بل لوري ته، د خیتځ زون یو شمېر اوسیدونکي له روغتیایي چارواکو غواړي چې په یاده حوزه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه او د پولیو ضد کمپاینونه زیات کړي، تر څو د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکي، فرهاد، امریکا غږ ته وویل :”لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي، نو زموږ غوښتنه له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیایي ادارو څخه دا ده چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د زیاتوالي له لارې کورنۍ وهڅوي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د ننګرهار ولایت بل اوسېدونکی، سید منېر، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”ننګرهار کې تازه پیل شوی کمپاین په ښه شکل روان دی. موږ له اړوندو روغتیایي ادارو چې په ختیځه حوزه کې د پولیو لوړ ګواښ ته په کتو سره، د دا ډول اغیزناکو کمپاینونو شمیر زیات کړي.“