د ختیځ زون په وروستي کمپاین کې کابو ۱.۲ میلیونه ماشومان واکسین شوي - روغتیایي مسؤولین

د ۲۰۲۳ کال د جولای د میاشتې د پولیو ځانګړی کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي چې د ختیځې حوزې په تازه ترسره شوي کمپاین کې کابو یو میلیون او دوه سوه زره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وايي چې دا یو ځانګړی کمپاین ؤ، چې په ختیځ زون کې د پولیو ویروس د لوړ ګواښ سره د مقابلې په موخه پلان شوی ؤ، او یو اعشاریه دوه میلونه ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي ؤ.

د دوی په وینا، د پولیو ضد دغه ځانګړی کمپاین د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې په ګډه همکارۍ ترسره شوی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د ختیځې حوزې په څلورو ولایتونو (کنړ، نورستان، ننګرهار او لغمان) کې د پولیو ضد کمپاین ترسره شوی، او په ترڅ کې یې یو اعشاریه دوه میلونه ماشومان واکسین شوي.“

نوموړي له ختیځ میشتو هېواداولو څخه وغوښتل چې د یادې حوزې په عادي او ځانګړو کمپاینونو کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

بل لوري ته، د ختیځې حوزې یو شمېر ښځینه رضاکارانې وایي چې په کمپاینونو کې د دوی رول ګټور ثابت شوی، ځکه دوی هر کور ته ځان رسوي او کورنیو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکوي، او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسینوي.

د ختیځې حوزې د عامه پوهاوي د څانګې کارکوونکې، هیله، امریکا غږ ته وویل: ”میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د روغتیا ساتنې مسؤولیت لري. که خدای مکړه د دوی ماشومان په ګوزڼ اخته شي، نو خامخا د دوی ټوله کورنۍ به ورسره جوخت ځوریږي.“

د نوموړې پیغام کورنیو ته دا دی چې باید د کمپاینونو په هره دوره کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، ځکه پولیو درملنه نلري او د وقایې یواځنۍ لاره یې واکسین دی.

د یادې حوزې دوه تنه نورې ښځینه رضاکارانې، صنم او راحله، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”که چیرې یو ماشوم په پولیو ناروغۍ اخته شي، یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا به هم د ټول عمر لپاره فلج او معلول وي، نو باید په هر ترتیب چې شي ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.“

د نوموړو په وینا، که چیرې ماشومان په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې کیږي، باید ژر تر ژره تر نږدې روغتیایي مرکز پورې ورسول شي او هلته ورته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې همدا تیره میاشت د پولیو پنځمه مثبته پېښه ثبت شوې، چې د یادې حوزې سربېره یې په نورو ولایتونو کې هم دکورنیو او روغتیا پالانو اندېښنې راپارولې.