پکتیا، پکتیکا او خوست کې د پولیو واکسیناتورانو سخت کاري شرایط

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین انځور

د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو په غرنیو سیمو کې واکسیناتوران پرته له هر ډول نقلیه وسایطو ساعتونه پلی مزل کوي او ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسوي.

د یادو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي وایي چې واکسیناتوران له ستړیا پرته او په خپلو شخصي امکاناتو غرنیو او لیرې پرتو سیمو ته ځانونه رسوي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي.

د پکتیکا ولایت دګیان ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي، محمد یمین، امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم ګیان یوه غرنۍ او له مرکز ښرنې څخه لیرې پرته ولسوالۍ ده، خو د پولیو واکسیناتوران تل د یادې ولسوالۍ هرې سیمه ته ځانونه رسوي او ماشومان واکسینوي.“

د نوموړي په وینا، دوی د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق کې د پام وړ ستونزه نلري، خو غوښتنه یې دا ده چې باید واکسیناتورانو ته په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې اړینې اسانتیاوې برابري شي.

بل لوري ته، کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې دوی په غرنیو سیمو کې واکسیناتورانو ته آسانتیاوې په پام کی نیسي، تر څو کمپاینونه په سم ډول تطبیق شي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ په غرنیو سیمو کې د هر واکسیناتور لپاره د واکسین ټیټ هدف ټاکو او د لیرې پرتو سیمو لپاره واکسینانورانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې برابروو.“

بل پلو، کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو پېښو کې د پام وړ ټیټوالی ترسترګو کیږي، چې تر ټولو لوی لامل یې په سختو شرایطو کې د واکسیناتورانو نه ستړې کیدونکې هڅې، او د ټولنې د بیلابیلو قشرونو همکاري بلل کیږي.“

د نوموړي په وینا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره به په روان میلادي کال هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

روغتیا پالان وایي د ښاري سیمو په پرتله په کلیوالي او لیرې پرتو سیمو کې د بیلابیلو عواملو له کبله ځینې وختونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، او کورنۍ باید په هر ترتیب چې کیږي خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.