ګوزڼ؛ پکتیکا کې ځنې کورنۍ د خپلو ماشومانو په نه واکسینولو پښیمانه دي

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

په پکتیکا کې یو شمېر میندې او پلرونه وایي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین په نه ورکولو سخت پښیمانه دي او په راتلونکي کې به هیڅکله د هغوی په واکسینولو کې ناغیړي ونکړي.

د روان میلادي کال د پولیو لومړنۍ مثبته پیښه د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې ثبت شوه. ناروغه عارفه نومیږي او دوه کاله عمر لري.

د عارفې پلار سپین ګل، چې د عارفې په ګډون ېې خپلو اولادونه ته د پولیو واکسین ندی کړی، وایي چې د دغې تېروتنې له امله سخت پښېمانه دی.

ښاغلی سپین ګل چې د عارفې ناڅرګنده برخلیک ته خورا زیات اندیښمن دی، له روغتیایي چارواکو د خپلې لور د درملنې غوښتنه کوي.

سپین ګل له کوره لرې د طالبانو د حکومت د یوې امنیتې حوزې مسؤولیت پر غاړه لري، خو پر څېره ېې ژورې اندیښنې او پښیمانۍ سیوری اچولی او ټول پام ېې د لور ناڅرګنده راتلونکي ته دی.

سپین ګل امریکا غږ ته وویل: "زموږ کلي ته له خوشامند ولسوالۍ څخه ډاکټران راغلي ؤ. هغوی اړین معاینات ترسره کړل او راته ېې وویل چې لور دې په پولیو ناروغۍ اخته شوې."

نوموړي زیاته کړه: "زه دعارفې راتلونکي ته زیات اندېښمن یم، ډېره هڅه مې وکړه چې د درملنې لپاره ېې له هیواده بهر یوسم، خو د اقتصادي ستونزو له امله په دې کار بریالی نشوم."

کوچنۍ عارفه که څه هم په دې نه پوهیږي چې معلولیت څه دی، خو داسې بریښي چې هغه او کورنۍ به ېې له نوموړې سره د شوې بې پروایي بیه پرې کوي او هغه به په راتلونکي کې د کورنۍ د غړو د اوږو بار وي.

د سپین ګل د تره زوی، حسین هم د عارفې په ناروغۍ اندیښمن دی او وایي چې دوی د پولیو په اړه د معلوماتو د نه درلودلو له کبله د ماشومانو په واکسینولو کې بې پروایي کړې، خو له دې وروسته به خامخا خپل ماشومان واکسینوي.

ښاغلي حسین امریکا غږ ته وویل: "موږ تر ننه پورې د واکسین د ګټو په اړه نه پوهیدو، خو له دې وروسته چې هرکله واکسیناتوران زموږ کلي ته راشي، هرومورو به خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړو."

بل لوري ته، د پکتیکا روغتیایي چارواکي وایي چې د عارفې د ژغورنې او له معلولیت څخه د نوموړې د خلاصون تمه لا شته او دوی به هڅه وکړي چې د درملنې لپاره ېې آلمان ته ولیږي.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حکمت الله عصمت امریکا غږ ته وویل: "موږ به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرسته به عارفه د ماشومانو د درملنې د پروګرام په چوکاټ کې آلمان ته واستوو.“

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت لرې پرتې سیمې په تېرو کلونو کې له روغتیایي خدمتونو څخه محرومې پاتې شوي او ګڼ شمېر ماشومانو ته د پولیو واکسین ندی رسیدلی.