تخار کې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي

انځور: آرشیف

که څه هم په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزه په منظم ډول روانه ده، خو لا هم په تخار ولایت کې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت او همکار نړیوال روغتیایي بنسټونه هڅه کوي چې د پولیو ضد مبارزې په بهیر کې د واکسین څخه ډډه کوونکو کورنیو ته قناعت ورکړي، خو لا هم د تخار ولایت په یو شمېر سیمو کې د پولیو ضد واکسین څخه ډډه کوونکی کورنۍ شته، چې د پولیو ضد مبارزه یې له خنډ سره مخ کړې.

د تخار ولایت یو تن قومي مشر، عبدالرحمن منګل، امریکا غږ ته وویل: ”ګوزڼ يوه ناعلاجه ناروغي ده چې د حفظ الصحی او واکسين په واسطه وقایه کیږي. موږ له عامې روغتيا وزارت او نړيوالې ټولنې غواړو چې لیرې پرتو سيمو کې د واکسين ټيمونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.“

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ اوسیدونکې، ښوونکې امینه، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”زه درې ماشومان لرم. په تېر کمپاین کې موږ په خپل کور کې نه ؤ، نو ځکه زموږ ماشومان له واکسین څخه پاتې شول، چې وروسته مو په کلینیک کې واکسین کړل.“

د نوموړې په وینا، کورنۍ باید د ګوزڼ په له منځه وړلو کې خپل مسؤولیت ادا کړي، او په کمپاینونو او کلینیکونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، او باید په هر ډول شرایطو کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د پولیو د له منځه وړلو د مرکز پخواني مشر، ډاکټر ګلاخان ایوب، امریکا غږ ته وویل: ”زما په اند باید دیني عالمان، ښوونکي، ځوانان او رسنۍ خلکو ته د پولیو په اړه معلومات ورکړي، او په روغتیایي مرکزونو کې باید پدې اړه معلوماتي سکرینونه او پوسټرونه ولګول شي.“

کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د عامه پوهاوي پروګرامونه لرو چې د ټولنیزو رسنیو، قومي مشرانو او نورو رسنیو له لارې ترسره کیږي او په ترڅ کې یې خلکو ته د پولیو په اړه اړین معلومات ورکول کیږي.“

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي، د سرویلانس سيسټم لازیات پیاوړی کړي، تر څو سمپلونه په ټاکلي وخت د تشخيص لپاره ولیږدول شي.